د خبریالانو نړۍوال فډراسیون طالبانو ته د هغو پېسو سپیناوی کړی چې افغانستان ته یې استولي

د ناڅرګندو هېکرانو له‌خوا د طالبانو د افشا شویو سندونو پربنسټ، د خبریالانو نړۍوال فډراسیون د طالبانو د اطلاعلاتو او فرهنګ وزیر ته لیک لېږلی او سپيناوی یې ورکړی، چې په افغانستان کې یې هېچاته هم دوه سوه زره ډالر نه دي استولي.

څو ورځې وړاندې د هېکرانو یوې ډلې چې هوېت یې څرګند شوی نه دی په یوه سایبري برید کې د طالبانو د ۲۱ مهمو ادارو زرګونه اسناد خپاره کړل، چې په دغو سندونو کې د خبریالانو نړۍوال فډراسیون (ای اېف جې) هغه لیک هم افشا شوی، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ه یې استولی دی.

د افشا شوي سند دا لیک د یاد فډراسیون له لوري د بلجیم له پلازمېنې بروکسل څخه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه ته د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د ډسمبر په میاشت کې لېږل شوی.

دا لیک د ملا خیرالله خیرخواه او د طالبانو اړونده وزارتونو اېمېلونو ته هم استول شوی دی.

د لیک منځپانګه کې د خبریالانو نړۍوال فډراسیون(ای اېف جې) په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو سره د خپلو نغدي مرستو په تړاو سپیناوی کړی دی.

په دغه لیک کې راغلي، چې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ځینو کسانو داسې د دروغو معلومات شریک کړي‌، چې ګني دغه فډراسیون افغانستان ته دوه سوه زره ډالر استولي دي.

یاد فډارسیون په دغه اېمېل کې دا ادعا رد کړې ده.

د دغه فډراسیون مشر انټوني بلینګر ویلي، چې یوازې ۶۰زره امریکایي ډالر یې د افغانستان دننه د خبریالانو ملاتړ بنسټونو ته استولي، چې هېڅ ډول سیاسي ریښه نه لري.

په لیک کې ویل شوي، چې دغه مرستې یوازې د بیان ازادۍ او د خبریالانو د ملاتړ په موخه شوي دي.

د هېکرانو دغې ډلې یوازې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اسناد نه دي افشا کړي، بلکې د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، عامې روغتیا، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، کډوالو، مخابراتو، کانونو او د امربالمعروف وزارتونو او د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر، د ملي احصايي او معلوماتو ادارې، د زندانونو خپلواکې ادارې او سترې محکمې زرګونه نسخې سندونه خپاره کړل.

د دغو سندونو له خپرولو وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تایید کړه، چې د دې ډلې ځیني سندونه افشا شوي دي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې افشا شوي معلومات د شخصي کمپيوټرونو اړوند دي او یاد کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.

تر اوسه د هېکرانو هوېت نه دی روښانه شوی او نه هم کومې ډلې د دغه سایبري برید پړه په غاړه اخیستې ده.