د طالبانو افشا شوي سندونه؛ امر بالمعروف له محتسبانو شکایت کړی چې د اصولو خلاف کړنې کوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/46a1babf50d7c41064f9b85df0afe1253ee8c641-300x168.jpg?rect=1,0,299,168&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ناڅرګندو هېکرانو لهخوا د طالبانو د افشا شویو سندونو په لړ کې یو هم د امربالمعروف وزارت اړوند مکتوب دی، چې له خپلو محتسبانو څخه یې په کې شکایت کړی دی. په دغه مکتوب کې ویل شوي، چې په ولایتونو کې د امربالمعروف وزارت ځیني کارکوونکي د دوی د اصولو خلاف کړنې ترسره کوي.
په دې وروستیو کې د«طالب لیکس» په نامه د هېکرانو یوې ناپېژانده ډلې د طالبانو د ۲۱ مهمو ادارو او وزارتونو وېبپاڼې هک کړي او غلا شوي مواد یې په انټرنیټ خپاره کړي دي.
په دغه مکتوب کې لیکل شوي، چې د امربالمعروف کارکوونکو په ځینو ولایتونو کې حتی په دوکاندارانو د ماشومانو د هغه پاپړو پلور هم بند کړی، چې ډالۍ په کې اچول شوي وي.
مګر د یاد وزارت په وینا، د ماشومانو پاپړو اړوند بندیز د دوی په اصولو کې نه شته او د دوی محتسبانو په خپل سر دا کار کړی دی.
د دغه مکتوب ګڼه او دقیق تاریخ هم لیکل شوی او د یاد وزارت د دفتر رییس مولوي اسحاق حکیم په لاسلیک د ولایتونو د همغږۍ امریت ته استول شوی او سپارښتنه یې ورته کړې، چې ټولو ولایتونو کې یې د امربالمعروف ریاستونو ته واستوي.
د سیاسي چارو شنونکو په اند، د طالبانو د رژیم افشا شوي اسناد یو واضح انځور وړاندې کوي، چې د دوی د حکومتدارۍ طریقه، فکري بڼه، مالي سیاستونه، فساد، اداري انارشيزم او ددغې ډلې غچ اخیستنه ښيي.
دغه اسناد څرګندوي، چې طالبان یو مشخص اداري نظام اوسلسله مراتبو ته درناوی نه لري او پرېکړې د شخصي نفوذ او د دغې ډلې د مشر سره د نږدې اړیکو پراساس ترسره کېږي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/de05495d8549d03477cb8eed085b0db6cdf04e86-1284x1636.jpg?rect=0,457,1284,722&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)