پاکستان د کرېکټ اتلانو جام امنیت پوځ ته سپارلی دی

د پاکستان د اېکسپرېس نیوز ټلوېزیون د خبر له مخې د پاکستان مرکزي کابینې د کرېکټ راتلونکي اتلانو جام سیالیو امنیت پوځ ته سپارلی. دا پریکړه د پاکستان د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې له مخې شوې، چې په امنیتي چارو کې پوځ ته د ښکېلتیا واک ورکوي.

د پاکستان د اېکسپریس نیوز نن شنبې «د سلواغې ۲۰مه» د رپوټ له مخې د کرېکټ اتلانو جام د امنیتي ترتیباتو د یوې برخې په توګه د پولیسو، پوځ او نورو قانون پلي کوونکو ادارو له خوا به د دې سیالۍ په جریان کې د لوبډلو او ځایونو د ساتنې لپاره په کډه امنیت ونیول شي.

د راپورونو له مخې د اتلانو جام لپاره به د فېبروري په ۱۲مه نېټهلوبډلې پاکستان ته ولاړې شي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د پنجاب او سند له ایالتي حکومتونو سره په همغږۍ امنیتي تدابیر نیولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مختلفو څانګو ته لارښوونې خپرې کړې دي، چې د سیالو په اوږدو کې د لوبډلو او چارواکو لپاره د لوړې کچې امنیت ډاډمن کړي.

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د نوي ترمیم شوي قذافي سټیډیم پرانسته وکړه، هغه وویل چې د اتلانو جام په ۶۵ کلن تاریخ کې یو نوی فصل دی.

شهباز شریف تمه ښودلې چې د پاکستان لوبډله د هند پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» اتلانو جام سیالۍ به د فېبروري په ۱۹ نېټه په کراچۍ کې پېل شي چې د مارچ تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي.

په اتلانو جام کې به د ۸ هېوادونو ترمنځ ۱۵ سیالۍ ترسره شي.

دغه سیالۍ به په کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او دوبۍ کې کېږي او ټولې لوبې به شپه او ورځ وي.

هندۍ کرېکټ لوبډله به د امنیتي ګواښونو له وېرې خپلې ټولې لوبې په دریمګړي ځای دوبۍ کې ترسره کړي.