د اجمل خټک ۱۵ تلین؛ لارویان یې د ادب او سیاست په ډګر کې د مبارزې او ازادۍ مهم ږغ بولي

اجمل خټک د پښتو ژبې وتلی شاعر او سیاستوال و، چې د ۲۰۱۰ کال د فبروري په ۷مه نېټه مړ شوی او د پښتونخوا په اکوړه خټک کې خاورو ته سپارل شوی دی. د اجمل خټک لارویان نوموړی د ادب او سیاست په ډګر کې د مبارزې، ازادۍ او ویښتوب مهم غږ بولي.

اجمل خټک چې د پښتو ژبې له نوموتو شاعرانو، لیکوالانو، سیاستوالو او مبارزینو ګنل کیږي د ۱۹۲۵ کال د سپټمبر په ۱۵مه نېټه د پښتونخوا په اکوړه خټک کې زیږدلی.

اجمل خټک د پېښور په اسلامیه کالج کې زدکړې کړې وې.

اجمل خټک د عبدالغفار خان له نظریې او مبارزې په الهام اخیستلو سره د پښتونو د حقونو، ازادۍ او بیدارۍ لپاره مبارزه کوله.

دغه پښتون شاعر او سیاستوال د خپلو سیاسي مبارزو پر مهال د پاکستان د مرکزي حکومت له مخالفتونو سره هم مخ شوی او له امله یې شاوخوا ۱۶ کلونه په افغانستان کې ژوندی کړی دی.

اجمل خټک هغه مهال په افغانستان کې له بېلابېلو ملتپالو تحریکونو سره د خپلو خلکو د حقونو لپاره مبارزه کړې دهاو پاکستان ته په ستېندو سره د عوامي نیشنل ګوند تر مشرۍ هم رسیدلی.

اجمل خټک د سیاست ترڅنګ د پښتو ژبې یو ستر شاعر او لیکوال هم و.

د نوموړي شاعري د ملتپالنې، مبارزې، ټولنیز عدالت، ازادۍ او انساني ارزښتونو ترجماني کوله.

مونږ يې د ژوند د سپرلي نخښې ګڼو

چاته به ګل چاته به خار ښکاري

مونږ لېوني که څوک په دار ويروي

مونږ ته د يار د زلفو تار ښکاري

«دا زه یم او دا زما قلم، غرونه اوبه وینې او د غلامۍ شپې» د ښاغلي خټک له مشهورو شعري ټولګو څخه شمېرل کیږي.

اجمل خټک د ۲۰۱۰ کال د فبروري په ۷مه نېټه مړ شوی او د نوښار په اکوړه خټک کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د ښاغلي خټک د پنځلسم تلین په یاد کې ګڼو لیکوالانو، ځوانانو او سیاستوالو نوموړی د پښتنو د مبارې، ویښتوب او ازادۍ مهم ږغ یاد کړی دی.

د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک د اجمل خټک د پنځلسم تلین په اړه پر اېکس پاڼې لیکلي، چې اجمل خټک د پښتو ژبې د شلمې پیړۍ د یوه ستر شاعر سره سره یو نه ستومانېدونکی مترقي، ملي سیاسي فعال و، هغه په ځوانانو کې د سیاسي بیداری او د پاکستان د غاصبو واکنو خلاف د مزاحمت جذبه زیږولي وه او لر او بر افغانانو ترمنځ اړېکې یې هم پیاوړي کړي وي.