حنیف اتمر: انګلستان کرېکټ بورډ، د افغان کرېکټ لوبډلې په اړه عادلانه پرېکړه کړې

د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغان کرېکټ لوبډلې په اړه د انګلستان کرېکټ بورډ پرېکړه عادلانه بللې او ویلي یې دي چې د طالبانو ظالمانه پرېکړو له امله باید افغان لوبډله له سیالیو ونه ویستل شي.

تېره میاشت د بریتانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ ته لیکلي وو، چې د فبرورۍ په ۲۶ مه په لاهور کې د افغانستان د کرېکټ لوبډله دې له ګروپي پړاو څخه وباسي.

د همدغې پرېکړې په موخه د پنجشنبې په ورځ د انګلستان کرېکټ بورډ په ناسته کې د دغه بورډ مشر ریچارډ تامپسن د خپلې لوبډلې لوبډلمشر جوس بټلر ته لارښوونه وکړه چې له افغانستان کرېکټ لوبډلې سره د اتلانو په جام کې سیالي ترسره کړي.

حنیف اتمر پر اېکس پاڼې لیکلي:« د طالبانو د ظالمانه او منزوي پالیسیو په وړاندې مناسب ځواب باید دا نه وي چې د هېواد ملي لوبډله له سیالیو څخه وباسي او افغان خلک له خپلې خوښۍ او ویاړ څخه محروم کړي. پرځای یې، موږ باید د هېواد د زړورو نجونو د کرېکټ ملي ټیم ملاتړ وکړو، حتی له افغانستان څخه بهر.»

اتمر زیاتوي: «موږ باید هغه دروازې پرانیزو چې طالبانو د خلکو د ازادۍ او حقونو پر مخ تړلي دي او هغه ملي حاکمیت بیرته راګرځوو چې طالبانو زموږ له خلکو څخه غلا کړی دی.»

هېره دې نه وي، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) اتلانو جام (چمپېنز ټرافي) سیالۍ چې د نړۍ غوره اته لوبډلې د دغه جام لپاره سیالي ترسره کوي، د فېبرورۍ په ۱۹ نېټه په کراچۍ کې پېل کیږي چې د مارچ تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي.

دغه سیالۍ به په کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او دوبۍ کې ترسره کېږي او لوبې به شپه او ورځ وي.