د طالبانو افشا شوي سندونه؛ طالبانو سره نږدې دوه زره ماشومان بندیان دي چې ۳۸۳ یې نجونې دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e2048014d178177cba25ed8174d49847482c7ec9-1350x810.jpg?rect=0,26,1350,759&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د هغو اسنادو پر بنسټ چې د ناڅرګندو هېکرانو لهخوا افشا شوي، د طالبانو په اصلاحي مرکزونو کې نږدې دوه زره ماشومان بندیان دي، چې شاوخوا ۳۸۳ یې نجونې دي.
تېره شپه د هېکرانو یوې ډلې چې هوېت یې نه دی څرګند په یوه سایبري برید کې د طالبانو د ۲۱ مهمو ادارو زرګونه اسناد خپاره کړل، چې په دغو اسنادو کې د ۱۹۲۳ ماشومانو معلومات هم خپاره شوي چې اوس د طالبانو سره په بېلابېلو ولایتونو کې بندیان دي.
د هېکرانو لخوا په (Talibleaks.com) وېب پاڼه خپاره شوي اسناد ښيي، چې د طالبانو سره په اصلاحي مرکزونو کې د نږدې دوه زره افغان ماشومانو بندیان دي چې شاوخوا ۳۸۳ یې نجونې او ۱۵۴۰ نور هلکان دي.
د اسنادو له مخې، د طالبانو په اصلاحي مرکزونو کې د بندیانو ماشومانو زیات شمېر د مرکزي ولایتونو دي چې شمېر یې ۵۸۱ کسانو ته رسیي. په دویم نمبر د شمال ولایتونو دي چې ۴۰۵ ماشومان یې له دغه ډلې سره بندیان دي، ورپسې د سویل زون دی چې ۴۳۱ ماشومان، همدا ډول هرات، بادغیس، غور فراه کې ۳۸۳ او ختیځ زون کې ۱۶۰ ماشومانو د طالبانو په مرکزونو کې بندیان ساتل کیږي.
په دغو اسنادو کې نه دي روښانه شوي چې دغه ماشومان د کومو جرمونو په تور بندیان دي.
د هېکرانو دغه ډلې د مهمو وزارتونو لکه د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعات او کلتور، عامې روغتیا، سوداګرۍ، اوبو او بریښنا، کډوالو، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارتونو، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر، د ملي احصايي او معلوماتو ادارې، د زندانونو خپلواکې ادارې او سترې محکمې زرګونه نسخې سندونه خپاره کړل.
د دغو اسنادو له خپرولو وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تایید کړه، چې د دې ډلې ځینې سندونه افشا شوي دي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې افشا شوي معلومات د شخصي کمپيوټرونو اړوند دي او یاد کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.
تر اوسه د هېکرانو هوېت نه دی روښانه شوی او نه هم کومې ډلې د دغه سایبري برید پړه په غاړه اخیستې ده.