ملګري ملتونه: پر ښځو او نجونو د بې ساري سیستماتیکو بریدونو په وړاندې چوپ نه پاتې کېږو
ملګرو ملتونو نن جمعه د (سلواغې ۱۹مه) پر اېکس پاڼه به یوه پېغام کې ویلي، چې ښځې د نړۍ په هر ځای کې د قدر وړ دي او د نجونو تر څنګ د ښځو پر وړاندې د هر ډول سیستماتیکو بریدونو خلاف به درېږي.
دغه نړۍوال سازمان که څه هم په خپل دغه یادښت کې د کوم هېواد یادونه نه ده کړې؛ خو په ښکاره یې د افغانستان په څېر هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې په کې له نجونو او ښځو سره روان تاوتریخوالی ورته د زغملو وړ نه دی.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو پر ضد د هر ډول بې ساري بریدونو خلاف به مبارزه کوي.
افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې طالبانو په کې د خپلې روانې واکمنۍ کې د ښځو خلاف سیسټماټیک بندیزونه لګولي او تر بل هر وخته یې په دغه هېواد کې د ښځو حقونه له نورو ډېر تر پښو لاندې کړي ډي.
یادې ډلې د نجونو پر زده کړو سخت بندیزونه لګولي او ان ښځې دندو ته هم نه پرېږدي.
د یادې ډلې سختدریځي مشر په خپل یوه تازه فرمان کې ښځې له طبي زده کړو راګرځولې او د پخوا په څېر د ملګرو ملتونو تر څنګ بهرنیو هېوادونو دغې پرېکړې ته توند غبرګونونه ښودلي؛ خو پر ملا هبتالله یې څه اغېز نه دی کړی.
په اسلام اباد کې د مسلمانو هېوادونو له لوري د زده کړو په ملاتړ یوې رابلل شوې غونډه کې په ډاګه وویل شو چې ملا هبتالله د خپل شخصي مزاج له مخې پر نجونو زده کړو او بندیزونه لګولي چې له اسلامي شریعت سره هېڅ اړخ نه لګوي.
ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو او د دوی له سختدریځي مشره غوښتي چې پر ښځو دې یاد بندیزونه ختم کړي؛ خو ملا هبتالله پرې هېڅ غوږ نه دی ګرولی بلکې لا یې د ښځو پر ضد خپلو فرمانونو ته زور ورکړی دی.
د طالبانو له واکمنۍ څه باندې درې کاله تېرېږي؛ خو د دغو سختو بندیزونو له کبله د نړۍ هېڅ هېواد له دوی په رسمیت نه دي پېژندلي او نه غواړي د دغه سختدریځې ډلې سره تعامل وکړي.
تازه لا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر عباس ستانکزي هم د ملا هبتالله د دغو فرمانونو ضد خپل غږ پورته کړی او نجونې یې د زده کړو حقدارې وبللې؛ خو تر دغو څرګندونو وروسته د هغه هم کابل کې شپې ونه شوې. ملا هبت الله د هغه د نیول کیدو امر وکړ؛ خو عباس ستانکزي له خبریدو سره سم له کابله پښې سپکې کړې او متحده عربي اماراتو ته وتښتید.
له اماراتو څخه افغانستان انټرنشل په یو ترلاسه شوي غږیز پېغام کې عباس ستانکزي طالبانو ته پېغام ورکړی چې په پټو سترګو دې د ملا هبتالله پلوي نه کوي او نه دې هم هغه د خدایې تر څنګ د پېغمبرۍ درجې ورکوي.