د ایران د سمنان والي وايي، له ۷ زرو ډیر افغان کډوال یې بېرته ستانه کړي دي

د ایران د سمنان والي محمد جواد کولیوند وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۷۳۵۰ افغان کډوال، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، نیول شوي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي. نوموړي خبرداری ورکړي، چې امنیتي ځواکونه به له هغو کسانو سره هم قانوني چلند وکړي چې بې اسناده کډوال په کار ګماري.

د سمنان والي د پنجشنبې په ماښام ویلي، چې په سمنان ولایت کې د اوسیدو د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د پیژندلو، نیولو او بېرته ستنولو پروسه د امنیتي ځواکونو له لومړیتوبونو ده.

نوموړي ویلي، د "ټولنیز امنیت را منځته کولو" په موخه د بهرنیو کډوالو د راټولولو پروسه په سمنان ولایت کې روانه ده.

دغه ایراني چارواکي کارګمارونکو ته خبرداری ورکړ، چې په ایران کې د استوګنې له قانوني اسنادو پرته د ګډوالو له ګمارنې ډډه وکړي او له خلکو یې وغوښتل چې په دغه ولایت کې د غیري قانوني کډوالو د لیدلو په اړه امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

ایران له تیر یو کال راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د سختو قوانینو د پلي کولو اعلان وکړ.

اسکندر مومني وویل، چې د اوسیدو د قانوني اسنادو پرته د کډوالو ګمارل ایرانیان د کار فرصتونو څخه محروموي.