ایا ښځې رښتیا د نارینه وو په پرتله ډېرې خبرې کوي؟ تاسو هم په دې باور یاست؟

داسې انګیرل کیږي چې ښځې د نارینه وو په پرتله ډېرې خبرې کوي او دا تصور په ټوله نړۍ کې عام دی. مګر ایا دا ریښتیا ده؟ دا پوښتنه په یوه زړه پورې نوې څېړنه کې ځواب شوې.

دا پوښتنه د امریکا د اریزونا پوهنتون په څېړنه کې ځواب شوې.

د دغه پوهنتون له خوا په ۲۰۰۷ کې یوې څېړنې ومونده ،چې دا نظر چې ښځې د نارینه وو په پرتله ډېرې خبرې کوي ناسم دی.

د څېړنې له مخې، په اوسط ډول هره ورځ شپاړس زره کلمې د نارینه او ښځو له خوا ویل کیږي. د اریزونا پوهنتون څېرونکو د پخوانیو موندنو د تصدیق لپاره نوی څېړنې ترسره کړي دي.

د دغو څېړنو د موندنو له مخې، دا روښانه ده چې مېرمنې کولی شي ډېرې خبرې وکړي مګر یوازې په ټاکلي عمر کې.

څېړونکو وویل چې په ټوله نړۍ کې داسې انګیرل کیږي چې ښځې د نارینه وو په پرتله ډېرې خبرې کول خوښوي، نو موږ هڅه وکړه چې دا ازموینه وکړو.

څېړنې موندلې چې په یوه ټاکلي عمر کې مېرمنې د نارینه وو په پرتله په اوسط ډول ۳۰۰۰ کلمې ډېرې خبرې کوي.

د څېړنو له مخې، ښځې له ۱۰ تر ۱۷ کلنۍ، له ۱۸ تر ۲۴ او ۶۵ کلونو او یا له دې وروسته د نارینه وو په څېر ډېرې خبرې کوي.

مګر د ۲۵ او ۶۵ کلونو ترمنځ د یوې ټاکلې مودې په جریان کې، ښځې د نارینه وو په پرتله هره ورځ په اوسط ډول ۳۰۰۰ کلمې ډېرې خبرې کوي.

څېړونکو دا هم وموندله چې ډېری خلک په اوسني وخت کې په لږو خبرو کولو عادت شوي، ممکن دا د ډیجیټل اړیکو د زیاتوالي له امله وي.

د دې څېړنې لپاره، له شپږ لکه دېرش زره نارینه او ښځو چې عمرونه یې د ۱۰ او ۹۴ کلونو ترمنځ و د خبرو کولو معلومات چې د ۲۲ بېلابېلو څېړنیزو راپورونو برخه وه څېړل شوي.

څېړونکو وموندله، چې د ۲۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ، مېرمنې هره ورځ په اوسط ډول ۲۱,۸۴۵ کلمې خبرې کوي، خو نارینه بیا د ۱۸,۵۷۰ کلمې په خبرو کې کاروي.

څېړونکو وویل چې دوی په ډاډ سره نه شي ویلای چې ښځې ولې په څلوېښت کلنۍ کې ډېرې خبرې کوي، مګر یو احتمال دا دی چې دا د ماشوم پالنې وخت دی او ډېری وختونه مېرمنې د دوی د پاملرنې مسولیت لري، چې کیدای شي دوی ډېرې خبرې وکړي.

د څېړونکو په وېنا، د عمر په ډېرېدو سره ښځې او نارينه دواړه کمې خبرې کوي.