ډېپلوماټ مجله: چین په افغانستان کې د خپل نفوذ د زیاتولو په لټه کې دی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/a7a23cb61693fc2e5ac11b4ded8344b0c05b956b-1560x877.jpg?rect=1,0,1559,877&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
ډېپلوماټ مجلې په یو تحلیل کې ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا متحدهایالاتو د اقتصادي مرستو د بندیز په ترڅ کې چین ته دا فرصت په لاس ورغلی څو په دغه هېواد کې د یو لوی سیال په توګه ځان مطرح کړي.
همداراز، په تحلیل کې راغلي چې طالبان به هڅه وکړي څو د امریکا د مرستو د بندیز له امله له کورنیو سرچینو او اقتصادي فشارونو څخه کار واخلي، په داسې حال چې چین بیا په ډېر جدي ډول په افغانستان کې د خپل نفوذ د زیاتوالي په لټه کې دی.
په تحلیل کې ويل شوي چې د ۲۰۲۱ کال پرمهال له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو تر وتلو وروسته، متحدهایالاتو افغانستان ته د بشرپاله مرستو د استولو له لارې د افغانانو ډېری اقتصادي او ټولنیزې اړتیاوې پوره کړې وې او په وینا یې، د روغتیا، پوهنې او کرنې په برخو کې یې تر یوه حده د دغه هېواد د ثبات په ساتلو کې مهمه ونډه درلوده.
دغه تحلیل زیاتوي: «دا مهال چې له افغانستان سره د امریکا مرستې بندې شوي، په دغه هېواد کې اقتصادي ناورین د پراخېدو په حال کې دی او افغانان له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.»
د ډېپلوماټ د تحلیل پر بنسټ، چین پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغې ډلې سره نږدې اړیکې ساتلي او په وینا یې، په دغه هېواد کې یې خپل پراخ حضور ترلاسه کړی دی.
په تحلیل کې راغلي چې چین پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې له قدرت څخه هرکلی او پراخ ملاتړ اعلان کړ او دا یې په سیمه کې د خپل نفوذ د پیاوړتیا لپاره یو فرصت وګاڼه.
د ډېپلوماټ په تحلیل کې څرګنده شوې چې طالبانو چین ته د افغانستان بډایه سرچینې په لاسرسي کې ورکړي او چینایانو له دغه فرصته ګټه پورته کړې ځو په دغه هېواد کې پانګونه او خپل اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي.
د تحلیل له مخې، چین په دې وروستیو کې د طالبانو له اقتصادي پروګرامونو ملاتړ ډېر کړی او ځینې پالیسۍ یې په دغه هېواد کې رهبري کړې چې په وینا یې، د افغانستان لپاره د چین د تعرفې معافیت د دې پالیسو یوه ښه بېلګه بلل کېږي.
د یادونې ده چې چین د نورو هېواد په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې له دغې ډلې سره ښې اړیکې پاللي او ان په بېجېنګ کې یې د افغانستان سفارت هم طالب استازو ته وسپاره.