د پاکستان، نیوزیلنډ او سويلي افريقا ترمنځ سبا د درې اړخيزو يو ورځينو سيالیو لړۍ پیليږي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/a4471f0887ff7411db1c38a4f49acae977383ca8-675x541.jpg?rect=0,45,675,380&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د پاکستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د شنبې په ورځ د پاکستان په کوربتوب د نیوزېلنډ او سويلي افریقا لوبډلو ترمنځ د درې اړخيزو یو ورځنیو سياليو لړۍ پيلوي. د دې لړۍ لومړۍ سيالي سبا د پاکستان او نیوزلنډ لوبډلو ترمنځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې تر سره کيږي.
د پاکستان کرېکټ بورډ د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چې دغه درې اړخيزه یو ورځنۍ سيالۍ به د فبروري په ۸ مه پيل او د همدې مياشتي تر ۱۴ مې نېټې به په لاهور او کراچۍ کې تر سره شي.
د همدې لوبلړۍ د جدول له مخي، لومړۍ سيالي به سبا د پاکستان پر وخت د ماپښين پر دوې بجې د کوربه پاکستان او نيوزلينډ ترمنځ او دويمه سيالې به د دوشنبې په ورځ د فبروري میاشي په ۱۰ مه په ځایي وخت د سهار ۹ نيمي بجې د نیوزلینډ او سویلي افريقا لوبډلو ترمنځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې تر سره شي.
د مالوماتو له مخي، درېمه لوبه به د چهار شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۲ مه د پاکستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ په ځايي وخت د ماپښين پر دوې بجې په کراچۍ کې وشي.
دغه سيالۍ د اتلانو جام (چمپينز ټرافۍ) ته د تیارۍ په موخه تر سره کیږي.
د پاکستان کرېکټ لوبډلې لوبډلمشر محمد رضوان د دې سيالیو په ترسره کېدو خوښي ښودلې او زياته کړې: « موږ خوښ یو چې یو ځل بیا د خپل کور د خلکو په وړاندې په لاهور او کراچۍ کې په نوي جوړ شوي سټیډیمونو کې لوبه کوو. تر دې دمه چمتووالی ښه روان دی.»
د نیوزلینډ او سويلي افريقا لوبډلې هم پاکستان ته رسيدلي او لوبډلمشرانو يې د پوره تياريو ډاډ وړاندي کړی.
افغانستان کرېکټ ملي لوبډله، چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې د اتلانو جام لپاره په تمريناتو بوخت ده، تر سياليو وړاندي له نیوزلينډ او پاکستان الف لوبډلو سره هم تمريناتي سيالۍ لري.