ریچارډ تامپسن: کرېکټ د افغانانو یواځينۍ خوشالي ده، سیالي ورسره نه لغوه کوو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/db55ba76937f599608bd7aa0feef14391cf63fcb-1280x720.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
انګستان کرېکټ بورډ تایید کړه، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو له سرغړونو له امله د افغان کرېکټ لوبډلې سره په اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې سیالي نه لغوه کوي.
تېره میاشت د بریتانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ ته لیکلي وو، چې د فبرورۍ په ۲۶ مه په لاهور کې د افغانستان د کرېکټ لوبډله دې له ګروپي پړاو څخه وباسي.
د پنجشنبې په ورځ د انګلستان کرېکټ بورډ په ناسته کې د دغه بورډ مشر ریچارډ تامپسن د خپلې لوبډلې لوبډلمشر جوس بټلر ته لارښوونه وکړه چې له افغانستان کرېکټ لوبډلې سره د اتلانو په جام کې سیالي ترسره کړي.
نوموړي وویل د افغانستان د نارینوو کرېکټ لوبډلې پر وړاندې دې د کرېکټ نړۍواله شورا ډله ییز اقدام وکړي.
تامپسن وویل: "هغه څه چې په افغانستان کې پیښیږي د جنسیتي توپیر څخه کم نه دي. د کرېکټ په کچه، کله چې په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو کرېکټ په چټکۍ سره وده کوي، مګر د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو وحشتناک ظلمونه نور هم ډېریږي."
نوموړي زیاته کړه: "بورډ په دې پوهیږي چې د لوبې د بایکاټ کولو په اړه بېلابېل نظرونه شتون لري او په دقت یې اوریدلي دي. موږ له حکومت، د کرېکټ له نړۍوالې شورا، زموږ د انګلستان له نارینه لوبغاړو او نورو شریکانو سره په دې اړه له نږدې تماس نیولی او په دې اړه مو بحث هم کړی چې د انګلستان کرېکټ بورډ څومره ښه کولای شي د هغو ښځینه کرکټرانو ملاتړ وکړي چې له افغانستان څخه وتلي دي."
رېچارډ زیاته کړه: "له دې وروسته، موږ په دې نظر یوو چې د کرېکټ ټولنې له خوا همغږي او نړۍوال غبرګون د پرمختګ لپاره مناسبه لار ده، موږ دا هم اوریدلي دي چې د ډېرو عامو افغانانو لپاره د کرېکټ ټیم لیدل یواځينۍ خوشالي ده. په دې توګه، موږ دا تایید کوو چې دا لوبه ترسره کوو."
یاده دې وي چې افغانستان د کرېکټ د نړۍوالې شورا یواځینی بشپړ غړی دی چې د ښځو د کریکټ لپاره کوم خاص پلان نه لري، خو د هند حکومت او طالبانو ترمنځ وروستې ډیپلوماټیکې خبرې اترې او د سپورتي اړیکو پیاوړي کول په دې معنا ده چې له دغه سټېج څخه د افغان لوبډلې لرې کول ناممکن دي.