د تېر جمهوري نظام څارنوال له طالبانو څخه د تېښتې له امله اروپا ته پر لاره مړ شو

په جرمني کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د یو څارنوال، نصرت‌الله میرزا یار مېرمن رحیمې ابراهیمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د یونان حکومت افغانستان ته د هغې د خاوند او کورنۍ نورو غړو د مړو لېږدول ځنډوي.

د یونان سمندري ځواکونو د جمعې په ورځ د لېندۍ پر ۳۰مه (د ۲۰۲۴، ډېسمبر) ویلي وو، چې په ایجېن سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه چې په ترڅ کې یې لږترلږه اته کسان مړه او ۱۸ نور ژغورل شوي دي.

دا پېښه د ترکیې سمندر ته مخامخ د روډس ټاپو ترڅنګ رامنځته شوې چې ډېری قربانیان یې افغان کډوال وو.

له دې پېښې وروسته، د تېر جمهوري نظام د یاد څارنول مېرمن زیاتوي چې خاوند یې له طالبانو څخه د وېرې له امله د اروپا پر لور کډوالۍ ته مخه کړې وه.

په قربانیانو کې د افغانستان د مخکېني حکومت یو څارنوال هم شامل دی چې درې کاله دمخه له طالبانو څخه د وېرې له امله پاکستان ته تښتېدلی او له هغه ځایه د اروپا پر لور خوځېدلی و.

د نوموړي افغان څارنوال مېرمن رحیمه ابراهیمي چې شاوخوا پنځه کاله دمخه جرمني ته کډواله شوې، له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکې کې وویل، چې خاوند یې د طالبانو تر واکمنېدو پورې د افغانستان په لويې څارنوالۍ کې دنده لرله او د مخکېني حکومت د زرګونو نورو کارکوونکو په څېر د خپل ژوند د ژغورنې په موخه پاکستان ته وتښتېد.

هغې وویل، چې خاوند یې ۵۷ کاله عمر درلود او غوښتل یې چې له ۱۰ کلونو وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي. مېرمن رحیمې زیاتوي چې ۴۵ کلنه خور یې ناجیه او د هغې دوه زامن، ۱۸ کلن عثمان سادات او ۱۹ کلن منصور سادات هم په دې پېښه کې مړه شوي دي.

 څارنوال میرزایار د خپلې کورنۍ له درېیو غړو سره اروپا ته پر لاړ مړه شوي دي
څارنوال میرزایار د خپلې کورنۍ له درېیو غړو سره اروپا ته پر لاړ مړه شوي دي

د مړو په سپارلو کې ځنډ

مېرمن رحیمي زیاته کړه کله چې له دې پېښې خبره شوه، ځان یې یونان ته ورساوه. د نوموړې په وینا، دا یوه قصدي پېښه وه او د یونان سمندري ځواکونه د دې کښتۍ په ډوبېدو کې ښکېل دي.

د دې ښځې په وینا، د یونان سمندري ځواکونو هغې ته چې د دې پېښې په قربیانیانو کې یې د کورنۍ غړي شامل وو، اجاه نه ده ورکړې څو هغوی له نږدې وګوري. هغې وویل چې په ډېرې سختۍ سره بریالۍ نه شوه چې د خپلې کورنۍ غړو ته ځان نږدې کړي او د حقیقت لپاره د پېښې له قربانیانو ویډیو واخلي.

هغې وویل چې د یونان سمندري ځواکونو کښتۍ په قصدي ډول د کډوالو کښتۍ ډوبه کړه. هغه انځورونه چې مونږ ترلاسه کړي‌، په‌کې لیدل کېږي چې د یو شمېر قربانیانو مخونه په وینو لړلي دي.

هغې زیاته کړه چې درې نور قربانيان د افغانستان بدخشان ولایت اوسېدونکي وو او د هغوی مړي هم شدید زیانمن شوي دي.

ورته مهال، د یونان سمندري ځواکونو په یو بیان کې ویلي چې «د کښتۍ چلوونکي د یونان د ګزمې له کښتۍ څخه د تېښتې په هڅه کې کنټرول له لاسه ورکړ.»

له دې مخکې رویټرز خبري اژانس د یوناني چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې د کښتۍ چلوونکی او یو بل کس چې دواړه ترکان دي، د انساني قاچاق په تور نیول شوي.

دا په داسې حال ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان په ځانکړې توګه ځوانان د طالبانو له وېرې، اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ له امله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي. د ایران، ترکیې پولې او د اروپايي هېوادونو مرګونو سمندرۍ لارو له ګڼ شمېر افغانانو ژوند اخیستی دی.