د پوستې پر سر شخړه؛ طالبانو بهرامچه کې پاکستاني پوځیانو ته تر نن مازیګره ضرب الاجل ورکړی

له بهرامچې ولسوالۍ څخه سرچیني وايي، چې تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې د سیمه ییزو طالب چارواکو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو له لوري د پوستې جوړولو پر سر د لانجې د حل په موخه ناسته شوې، خو دغه ناسته پرته له کومې پایلې پای ته رسیدلې ده.

د سرچینې له خوا افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په استول شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ناسته شوې.

په دغو ویډیو ګانو کې ښکاري چې طالب چارواکي پاکستاني پوځیانو ته تر نن مازدیګره وخت ور کوي او وايي، را ولاړه شوې ستونزه باید حل شي.

طالبانو او پاکستاني پوځیانو دغه ناسته د ډیورنډ پر صفري کرښه کړې ده.

په دې ناسته کې یو طالب چارواکی پاکستانیانو ته مخامخ وايي:«دومره مو صبر سره کړی دی، چې تا ټراکټور ټایر وویشتی، باید ما ستا نفر پر دا سر ویشتلی وای، دا موږ ډیر احتیاط درسره کړی دی. دغه مو درته ویلي دي، چې درې ورځې درته انتطار یو موږ صبر درته کړی دی باید موږ ستا نفر پر سر ویشتلی وای.»

د طالبانو او پاکستاني پوځیانو دا ناسته په سیمه ییزه کچه وه.

سرچیني وايي، د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ لانجه هغه مهال رامنځته شوه، چې پاکستاني پوځیانو د طالبانو له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیتي پوستې د جوړیدو مخنیوی وکړ.

طالبانو درې ورځې وړاندې په دې سیمه کې له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې د پیښیدو د احتمال له امله خلکو ته د کورونو د پریښودو امر کړی و. له دې سیمې څخه ټول ملکي وګړي وتلي او تر اوسه لا هم خپلو کورونو ته نه دي راستانه شوي.

ځايي سرچیني وايي، د پاکستاني پوځیانو له لوري د امنیتي پوستې د جوړیدو له مخنیوي وروسته دواړو لوریو په سیمه کې په ډیر شمیر اضافي ځواکونه هم ځای پر ځای کړي دي.

په بهرامچه ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د امنیتي پوستې د جوړیدو د مخنیوي پر سر د راولاړې شوي لانجې په اړه تردې مهاله کابل او اسلام اباد څه نه دي ویلي.