د انس او ستانکزي کنایې: «ازادي له توریاليو څـخه واخلي نزاکت هم څه د جبر تنګ قفس دی»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د انس حقاني یو شعر پر اېکس پاڼه رېپوسټ کړی، چې مايوسي، مجبوريت او نهيلي پکې څرګنديږي. نوموړي د ګيلې په ډول ويلي: «ازادي له توریالیو څخه واخلي- نزاکت هم څه د جبر تنګ قفس دی».

انس حقاني د پنجشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه خپل يو شعر نشر کړی، چې وروسته بیا د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي او د دې ډلې ډلې يو شمېر نورو کسانو هم ریپوسټ کړی.

د شعر بڼې ته په کتو، داسې ښکاري چې دا د طالبانو دننه مشرانو، په ځانګړې ډول ددې ډلې ستر مشر ته پیغام لري. ستانکزي، چې د دې ډلې یو مخکښ سیاسي مشر بلل کېږي او په دې وروستیو کې یې پر خپل مشر توندې نیوکې کړې دي، د ګیلې په بڼه د شعر یوه کرښه راخیستې:

"ازادي له توریالیو څخه واخلي

نزاکت هم څه د جبر تنګ قفس دی."

په شعر کې ظاهرا د طالبانو دننه د ازادۍ محدودیتونه، جبر او داخلي فشارونه انځور شوي.

په دویم بیت کې نزاکت د جبر او مجبوریت تنګ قفس بلل شوی، چې د توریالیو (زړورو) ازادي ترې اخلي.

په بله برخه کې، چې شنونکي یې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ته اشاره بولي، داسې راځي:

"شهید کړی یې له ما نه هر هوس دی
یاره ناز نه دې مننه دومره بس دی."

که څه هم د طالبانو مشران په عامو غونډو او مجلسونو کې د خپلمنځي یووالي او له امیر نه د اطاعت ادعا کوي، خو دا ډول غیرمستقیمې څرګندونې او کنایوي پیغامونه ښيي چې د واک په دننه کړۍ کې اختلافونه موجود دي.

تر دې وړاندي د طالبانو د پخواني رژیم ډېپلوماټ ملا عبدالسلام ضعیف ملا هبت الله ته په یو کنایوي شعر کې ویلي و، چې هغه وخت به پوی شي کله یې چې عقل سر ته راشي.