د ارغواني شنبو غورځنګ: طالبانو بېګم راډیو ځکه وتړله، چې د ښځو غږونه دب کړي

د ارغواني شنبو غورځنګ د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو په وړاندې طالبانو د خپلو ظالمانه کړنو پر دوام؛ په کابل کې د ښځو له‌خوا اداره کېدونکې راډیو وتړله.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پرېکړې له مخې، د «بېګم» راډیو خپرونې د سې ‌شنبې په ورځ وځنډول شوې.

د دغه وزارت په وینا، دغه راډیو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت رسمي جواز یې لاره؛ له نشراتي پالیسۍ څخه د سرغړونو تر څنګ یې یوه بهر مېشتي تلویزیوني چینل ته مواد او خپرونې چمتو کولې.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال (د اګست په ۱۵مه) واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د ښځو حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د بېګم راډیو بندول له عامه ژونده د ښځو د بشپړ حذفولو لپاره د طالبانو د پراخ کمپاین یوه برخه ده.
دغه غورځنګ ادعا کوي، چې د بېګم راډیو تړل کېدل یوه جلا پېښه نه ده؛ بلکې دا د ښځو پر حقونو د طالبانو د بریدونو یوه برخه ده.
خبرپاڼې کاږلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼې ښځینه خبریالانې له خپلو دندو ګوښه شوې او د ګوتو په شمېر خپلواکې رسنۍ تړل شوې او یا هم سانسور شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د بېګم راډیو په تړاو یوازې غندنې کافي نه دي؛ بلکې باید پر دغې ډلې پراخ بندیزونه او ډیپلوماټیک فشار هم وضع شي.
د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې ښځې د شته ګواښونو سره، سره مقاومت او فعالیتونو ته دوام ورکوي.
دغه غورځنګ وایي، چې نړۍواله ټولنه حکومتونه او سازمانونه دې پر طالبانو فشار زیات کړي او باید د ښځو د حقونو د ټینګښت لپاره پر دغې ډلې بندیزونه او ډیپلوماتیک اقدامات وضع کړي.
دغه غورځنګ په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې مالي او تخنیکي مرسته چمتو کړي؛ ترڅو ښځې په انلاین بڼه او هم په جلاوطنۍ کې خپل کار ته دوام ورکړي.
خبرپاڼه کاږي، چې په ټوله نړۍ کې رسنۍ باید د طالبانو د ظلمونو په اړه راپور ورکولو ته دوام ورکړي؛ ترڅو د دغه ناورین په اړه د نړۍ پام افغانستان ته واړوي.
دغه غورځنګ له هېوادونه غوښتي، چې د هغو ښځینه خبریالانو، فعالانو او ښوونکو لپاره چې له ګواښ سره مخ دي د پناه غوښتنې او بیا مېشتېدنې پروګرامونه اسانه کړي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د بېګم راډیو تړل د افغانستان مېرمنو لپاره یوه غمجنه پېښه ده؛ خو نړۍ نور نشي کولی، چې د طالبانو له دغې سرغړونو سترګې پټې کړي.