د م.م دوو سازمانونو د پاکستان له حکومته د کډوالو د اېستنې په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د کډوالو په برخه کې د پاکستان حکومت پر وروستۍ پرېکړې اندېښنه ښودلې.
تر دې وړاندې د پاکستان حکومت له افغان کډوالو غوښتي و، چې له پلازمېنې اسلام اباد او پېنډظ څخه ووځي؛ کنه دوی به له دغه هېواده له شړلو سره مخ شي.
د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت پلان لري، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ډله ییز اېستلو یو نوی پړاو پیل کړي.
د هغو سندونو له مخې، چې افغانستان انټرنشنل تر لاسه کړي د پاکستان حکومت د شهباز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې د افغان کډوالو ډلهییز اېستل تصویب کړل.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان حکومت دې د دغې پرېکړې او د دغې چارې د مهال وېش په اړه وضاحت ورکړي.
دغه دوو بنسټونو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د پي او ار او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو په ګډون دې د پناه غوښتونکو پر وړاندې هره يرېکړه د بشري حقونو معیارونو سره سم پلي کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ناڅرګنده مهالوېش له امله وضعیت لاپېچلی شوی چې د ماشومانو پر زده کړو یې هم اغېز کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو نیونې زور اخیستی چې په دغه موده کې ګڼ اسناد لرونکي افغانان هم نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د روان کال له پیله بیا تر دې دمه یوازې له پېنډۍ او اسلام اباده د ښځو او ماشومانو يه ګډون له ۸۰۰ څخه زیات افغانان له نیول کېدو وروسته له دغه هېواده اېستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په ۲۰۲۱مال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې له هېړادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د هغو افغانانو پر اېستلو اندېښنه ښودلې، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو سره به له ګواښ سره مخ شي؛ لکه قومي او مذهبي لږکۍ، ښځې او نجونې، خبریالان، د بشري حقونو فعالین او هنرمندان.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشرې فیلیپا کېنډلر ویلي:« افغانستان ته جبري ستنېدا کولی شي، ګڼ افغانان له ګواښ سره مخ کړي. موږ له پاکستان حکومته غوښتنه کوو، چې له ګواښ سره مخ افغانانو ته دې د خوندیتوب چمتو کولو ته دوام ورکړي.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر میو ساتو هم ویلي، دوی ژمن دي ژمن دی چې د پاکستان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره په ګډه مار وکړي؛ ترڅو هغه کډوال چې خوندیتوب او ساتنې ته اړتیا لري ورته د حل لارې وموندل شي