د بې‌ځایه شويو نړۍوال سازمان: جنسیتي توپیر د کورنیو د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو لامل شوی

د بې ځایه شويو نړۍوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو لپاره د غوڅ اقدام غوښتنه کړې. دغه سازمان وايي، له لږکیو سره د توپیري چلند له امله کورنۍ له خپلې مېنې کډوالۍ ته اړې شوې.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه سیستماتیک ظلم نه یوازې د افغان مېرمنو او نجونو بنسټیز بشري حقونه تر پښو لاندې کړي؛ بلکې د هغو افغان کورنیو د ډله‌ییزې کډوالۍ او بې ځایه کېدو لامل هم شوی، چې په بهر کې د خپل خوندیتوب او عزت ساتلو په لټه کې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د جنسیتي توپیري چلند پلي کولو افغان مېرمنې او نجونې د زده‌کړو، کار او د تګ راتګ ازادۍ په ګډون له ډېرو بنسټیزو حقونو محرومې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه غیر انساني پالیسۍ د بې وزلۍ، نابرابرۍ او تاوتریخوالي دورې ته دوام ورکړی چې ډېریو کورنیو لپاره یې د نه زغملو وړ چاپېریال رامنځته کړی او دغه چاره د دې لامل شوې چې ډېری افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ اېستي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې هره ورځ په زرګونه افغان کورنۍ ګاونډیو هېوادونو کې د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره هېواد پرېږدي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، جنسیتي توپیر د نړۍوالو بشري حقونو معیارونو څخه یوه لویه سرغړونه ده او افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له جنسیتي توپیر سره مخ دی.
د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، چې د ښځو له حقونو سرغړونه د جبري بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ اصلي لامل دی.
دغه سازمان له نړۍوالو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د طالبانو له‌خوا جنسیتي توپیري چلند د اړوندو نړۍوالو قوانینو له مخې د بشریت ضد جرم په توګه وپېژندل شي.
دوی دغه راز غوښتنه کړې، چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره دې ډیپلوماتیک، اقتصادي او قانوني اقدامات پلي کړي؛ ترڅو د ښځو بشري حقونه پکې وساتل شي.
خبرپاڼه کاږي، چې د افغان ښځو او نجونو ظلم نه یوازې یوه ملي غمیزه ده؛ بلکې یو نړۍوال ناورین هم دی.