ملګري ملتونه: د امریکا مرستو د بندېدو له امله به افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه لوړه شي

د ملګرو ملتونو یوه مرستهرسوونکي چارواکي ویلي، چې د امریکا د مرستو د بندېدو له امله به مېلیونونه افغان مېرمنې د روغتیا او زېږون خدماتو ته له لاسرسي بې برخې شي.
دغه چارواکي د سېشنبه په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) زیاته کړې، چې که دا وضعیت تر راتلونکو درېیو کلونو دوام وکړي، په افغانستان کې به له زرو ډېرې مېندې د زېږون پرمهال ژوند وبایلي.
تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې، چې د هغه دغه اقدام د ګڼو مرستهرسوونکو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.
که څه هم د ټرمپ دولت تر لنډې موده وروسته د خوراکي توکو او نورو بېړنیو بشرپاله مرستو لپاره معافیتونه صادر کړل، خو مرستهرسوونکي کارکوونکي وايي، چې دا مهال د نړۍ یو شمېر زیانمن خلک د دغه اقدام اغېز احساسوي.
په ملګرو ملتونو کې د اسیا او ارام اقیانوس څانګې مشر پیو سمېټ ویلي، چې د روغتیایی مرکزونو د بندېدو له امله به په افغانستان کې له نهو مېلیونو ډېر خلک او په پاکستان کې له ۱.۲ مېلیون ډېر افغان پناهغوښتونکي او کډوال د روغتیایي خدماتو له لاسرسي محروم شي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان په نړۍ کې د مېندو مړينې لوړه کچه لري چې په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور د زېږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.
د دغه چارواکي په وینا، دا وضعیت کولای شي چې له ۲۰۲۵ تر ۲۰۲۸ پورې له زرو ډېرې مېندې مړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د مالي مرستو له ځنډېدو وروسته، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د حیاتي بشرپاله د مرستو استثنا لپاره امر صادر کړ.
د یادونې ده، چې د امریکا د مالي مرستو له ځنډېدو سره هممهاله د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ګڼ شمېر بشرپاله سازمانونه له ستونزو سره مخ شوي دي.
ملګرو ملتونو په داسې حال کې دغه خبرداری ورکړی، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د امریکا د مرستو د بندولو په غبرګون وویل، چې د امریکا مرستې موسسې اخلي او دوی ورته نه اړتیا لري او نه یې هم غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه د نړۍ په لوړو شمېرو کې راځي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د اټکلونو له مخې، د هرو ۱۰۰ زره ماشونو په زېږون کې ۶۲۰ افغان مېندې مري او یوه ستره برخه مېرمنې په غیرمسلکي روغتیايي چاپېریال کې ماشومان زېږوي.
ملګري ملتونه وایي، چې افغانستان اوسمهال د ۱۸ زره ماهرو روغتیاپالو له کمي سره مخ دی.
روغتیایي خدماتو ته د ښځو د نه لاسرسي او د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې د کچې پر زیاتېدو ترهغه وروسته اندېښنې زیاتې شوي، چې د طالبانو د روغتيا وزارت د ډسمبر مياشتې پر دویمه د ټولو طبي انسټیټیوټونو مشرانو ته مکتوبونه ولېږل، چې نجونې نور د طب په برخه کې زده کړې نه شي کولای.
د طالبانو د روغتیا وزارت سرچینو له بندیز وروسته رسنیو ته وویل، چې ددغه بندیز له امله په لسو دولتي او ۱۵۰ خصوصي روزنیزو مرکزونو کې شاوخوا ۳۵ زره ښځینه محصلانې له طبي او د روغتیاپالنې له زده کړو محرومې شوې دي.