په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې او وروسته د امن خونو وضعیت
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/5d517dca4685726ad4ab9dd2f66cacbbad4903a5-1744x1162.jpg?rect=0,91,1744,981&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په افغانستان کې له ۲۷ فعالو امنو خونو څخه اوسمهال د امن یوازې یوه خونه فعاله ده او پاتې نور ټول بند شوي دي.
په افغانستان کې امن خونې د ښځو او ماشومانو لپاره د امن هغه ځای و چېرې چې دوی له تاوتریخوالي، جبري او کم عمره ودونو، جنسي تېریو، له کور څخه تښتېدلو او نورو ټولنیزو ستونزو څخه ژغورل کېدل.
دغه خونې نه یوازې د استوګنې ځای وو، بلکې د رواني، قانوني او روغتیایي خدماتو اساسي مرجع هم بلل کېدې.
د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بدلونونو وروسته، د دې خونو فعالیت له ګڼو ننګونو سره مخ شو.
دغه راپور په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنیدو مخکې او وروسته د امن خونو پر وضعیت رڼا اچوي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې د امن خونو وضعیت
د امن خونو شمېر، موقعیت او احصایې:
د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د امن خونو بنسټ په ۲۰۰۳ میلادي کال کې کېښودل شو او د امن لومړنۍ خونه د (د مرکز رشد استعداد های افغان) په نوم په کابل کې جوړه شوه.
د وروستي جمهوري نظام د سقوط تر پایه په افغانستان کې د کابل، بدخشان، هرات، بلخ، ننګرهار، کاپیسا او کندهار په ګډون د هېواد په ۲۰ مهمو ښارونو کې د امن ۲۷ خونو فعالیت درلود.
د معلوماتو له مخې، هر کال شاوخوا ۳۰۰۰ هغو ښځو او ماشومانو چې د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو، ناموسي ستونزو او نورو ګواښونو قربانیان وو، د دغو امن خونو له خدماتو څخه ګټه پورته کوله.
د بشري حقونو فعاله نظیفه جلالي د وروستیو ارقامو له مخې وایي، چې په دغو امن خونو کې ۴۸۰ هغه نجونې شاملې دي، چې عمرونه یې له اتلس کلونو کم وو.
مېرمن جلالي د ماشومانو ارقام په اړه وویل: «دا چې څومره ماشومان په دغو امن خونو کې ساتل کېدل مشخص ارقام یې نه شته، خو په وروستۍ جلسه کې چې له کندوز څخه مېرمنې اواره شوې وې کومې توزیع ګانې چې موږ امن خونو ته لرلې په هغه کې مو ۵۰ تنو ماشومانو ته و، چې شیدې توزیع شوې.»
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/cab382e788a1f1a1ae134e3b76f793e18d811c96-600x330.jpg?rect=7,0,587,330&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
خدمات:
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د تاوتریخوالي قربانیان د ښځو چارو وزارت له لارې امن کورونو ته معرفي کېدل او تر هغه وخته هلته پاتې کېدل، چې د دوی قضایي قضیې پای ته رسېدې.
د قرباني ښځو د بشپړ رضایت او د کورنۍ له خوا د ضمانت ترلاسه کولو په شرط چې بیا به تاوتریخوالی نه تکرارېږي، هغوی خپلې کورنۍ ته سپارل کېدې.
په ځینو مواردو کې دغه ښځې به په کلونو کلونو په دغو امن کورونو کې پاتې کېدې.
ښارونو کې د امن خونو ښځو او ماشومانو ته د کورني تاوتریخوالي، جنسي تېریو، جبري ودونو، ناموسي ستونزو او نورو ګواښونو څخه د خونديتوب ځایونه برابر کړي وو.
په دې امن خونو کې ښځو ته قانوني مشورې او حقوقي ملاتړ چمتو کېده، تر څو قربانیان عدلي پروسې ته لاسرسی ومومي.
همدا راز دغو امن خونو کې روغتیایي خدمات، مشاورې او رواني درملنې پروګرامونه په ځانګړې ډول د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي درملنه کېده.
ښځو او ماشومانو ته د سواد زده کړې، خیاطۍ، مهره دوزۍ په ګډون د بېلابېلو مهارتونو روزنه او د ځان بسیایني پروګرامونه وړاندې کېدل او دوی یې د ځان بساینې پر لور هڅولې.
د دغو مېرمنو لاسي صنایع به د کابل په ښځینه بڼ کې دوکانونو کې پلورل کېدل او یا به خلکو دوی ته خپل کالي راوړل او دوی ورته به ګنډل.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/3e901d179d84c753ace7da87e99ca04a378f80ec-1200x675.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د امن خونو ملاتړې ادارې:
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې د امن خونې د نړۍوالو سازمانونو لکه د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID)، د ملګرو ملتونو د ښځو او ماشومانو برخو او د ښځو د حقونو د نورو نادولتي سازمانونو له خوا تمویل کېدې.
بهرنیو مرسته کوونکو ادارو خپلې مرستې د ښځو چارو وزارت له لارې له دغو امن خونو سره ترسره کولې.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امن خونو وضعیت
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په ټول هېواد کې د امن یوازې یوه خونه فعالیت کوي.
د ښځو د حقونو فعاله او د یوې امن خونې مسوولې محبوبه سراج افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې په ټول افغانستان کې له ۲۷ امن خونو څخه یوازې یوه امن خونه فعالیت کوي.
مېرمن سراج د دغې امن خونې په اړه نور جزییات ورنه کړل، ځکه اندېښنه لري چې دغې امن خونې ته د طالبانو پام نه شي او د ښځو یوازینی د امید دروازه پرې بنده نه شي.
مګر د طالبانو ویاند رسنیو ته ویلې، چې د دوی په حکومت کې د امن خونو د فعالیت لپاره ځای نه شته.
مجاهد رسنیو ته ویلي و: «باید ووایم چې د افغانستان د اسلامي امارت له راتګ وروسته، موږ په خپلو قوانینو کې د امن کورونو په نوم کوم ځای نه درلود او نه یې لرو. اوس په کابل یا افغانستان کې موږ کوم امن کور نه لرو.»
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، کله چې طالبانو په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري په ۲۴مه نېټه کابل ونیوو، دوی هېڅ داسې امن کور نه دی لیدلی چې هلته دې ښځې په کې اوسېږي.
مجاهد وایي، چې ښځې په خپله له خوندي کورونو یا د امن له خونو څخه تښتېدلې وې. «ښایي ځینې یې بهر ته تللې وي، ځینې بیا خپلو کورنیو سره یوځای شوې وي. هغه ځایونه چې مخکې وو، داسې ښکاري لکه څنګه چې زندانونه خالي شوي وو، هماغسې دغه ځایونه هم خالي شوي وو.»
مجاهد زیاته کړې، چې اوس موږ د امن کور په نوم کوم ځای نه لرو.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/46a72af7b9052460c80957bc65fbf5ea2f5bfd52-334x151.jpg?rect=33,0,268,151&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
پر ښځو د امن خونو د بندیدو اغیزې:
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د امن خونو بندېدل د دې لامل شول، چې اوس د کورني تاوتریخوالي قربانیانو لپاره د امن ځای پاتې نه شي.
د طالبانو له دې کار سره ډېری ښځې له کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او نورو زیان رسوونکو رواجونو سره مخ دي او پرته د دغې حالت له زغملو بله لار نه لري.
ډېری ښځې چې په امن خونو کې اوسېدې، مجبوره شوې چې خپلو کورونو ته ستنې شي، چېرې چې هغوی ته د ژوند جدي خطر متوجه دی او ځینې ښځې د نړۍوالو سازمانونو په مرسته بهرنیو هېوادونو ته ولاړې.
د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې په افغانستان کې امن خونې د هغو ښځو او ماشومانو لپاره چې له کورني تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ و، د دوی لپاره دغه خونې ډېرې حیاتي وې.
مېرمن اکبر زیاته کړه: «موږ داسې ډېرې قضیې لرلې چې په کورنیو کې ماشومان له جنسي تېري سره مخ کېدل بیایې امن خونو ته پناه راوړه یا هم هغه ښځې چې په کورنیو کې له سخت عاطفي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ وې، د دوی لپاره یوازینی خوندي ځای امن خونې وې.»
هغې وویل، کومې امن خونې چې په افغانستان کې وې هغه په کافي اندازه نه وې.
په ځینو ولایتونو کې امن خونې نه وې او کله چې کومه ستونزه پېښیده ښځې بل ولایت ته لېږدول کېدې.
د نوموړې په وینا، په دې اړوند اساسي ستونزه دا وه چې د سیمې مشران به خنډ ګرځېدل او غوښتل یې چې مداخله وکړي.
د دې لپاره وضعیت ښه نه و، خو تر دې حالت څخه ډېر ښه و، ځکه چې د هغو ښځو او ماشومانو لپاره چې د تاوتریخوالي، ځورونې او جنسي تېري قربانیان وو، یو پناه ځای ورته موجود و.
د مېرمن اکبر په وینا، د طالبانو له خوا د امن خونو بندېدل پر هغو ښځو او ماشومانو چې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ دي ډېره ستره اغېزه کېښوده او اوس پرته له دې چې له تاوتریخوالي، بد چلند او تېري سره ژوند وکړي بله ګزینه نه لري.
نوموړې همداراز زیاتوي، چې اوسمهال ښځې په ډېریو مواردو کې ځان وژنې کوي.
طالبانو نه یوازې دا چې امن خونې بندې کړي، بلکې په سیستماتیک ډول یې ښځې د زده کړو، ټولنیز ژوند، کار، اسلامي او حقوقي حقونو محرومې کړې دي.
د بشري حقونو فعاله نظیفه جلالي بیا وایي، چې طالبانو د کورنۍ تاوتریخوالي په صورت کې له ښځو د تفریق حق اخیستی او طلاق د نارینه حق بولی، خو اسلام چې ښځې ته د خلع یا هم د تفریق حق ورکړی هغه نه پلي کوي.
مېرمن جلالي زیاتوي: «طالب قوماندانان په اجباري توګه ښځې له خپلو مېړونو طلاقوي او ځانونو ته یې په نکاح کوي. تر اوسه موږ په ټول افغانستان کې ۶۸ ښځې ثبت او راجستر کړي، چې د دوی طلاق د طالب قوماندانانو له خوا د ښځې او هم مېړه له رضایت پرته د طالب قوماندانانو له خوا اخیستل شوی او په زور یې ځان ته په نکاح کړي دي.»
نظیفه جلالي وایي، چې په وردګو ولایت کې له یوې داسې پېښې سره مخ شوي، چې څلور میاشتې کېږي چې دا قضیه نه شي حل کولی.
هغه زیاتوي: «په وردګو کې یو طالب قوماندان دی چې پر خپلې خور جنسي تېری کوي او دغه خور یې موږ په دېرو مشکلاتو باندې کابل ته په پټه راوستې ده. د یو کور او بل کور کې یې ساتو او سرنوشت یې هم معلوم نه دی، چې څنګه یې پاکستان ته انتقال کړو ځکه چې تذکره ورته نه شم اخیستی، خپل ورور یې په طالبانو کې و او ټول طالبان پرې خبر دي.»
جلالي وایي، اوسمهال په افغانستان کې داسې هېڅ مرجع نه شته چې د ښځو ستونزو ته رسېدګي وکړي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/3104e3df6dec59a74a9c541ec7d6abf716458590-274x182.jpg?rect=0,14,274,154&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
طالبان امن خونو ته په کومه سترګه ګوري؟
د طالبانو په نظر امن خونې د لوېدیځ د ارزښتونو د پلي کولو او د کورنیو د ړنګولو وسیله ده.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، په وروستي جمهوري نظام کې د امن خونو فعالیت د کورنیو د ړنګولو لار وه او د جمهوري نظام له سقوط وروسته، ټولې امن خونې تړل شوي دي.
د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وایي، په خواشینۍ سره چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې له بېلابېلو تاوتریخوالو سره مخ دي، خو موجود قضایي نظام یې ستونزو ته رسېدنه نه کوي.
بلخوا، طالبان وایي که له ښځو سره زور زیاتی کېږي، نو محکمو ته دې مراجعه وکړي.
همدا راز طالبان امن خونو ته د فاحشه خانو په سترګه ګوري، خو دا چې د دوی دغه لیدلوری څومره واقعیت ته نږدې دی په اړه مو له هغو کسانو سره خبرې وکړې، چې هغوی پخوا په همدې خونو کې دندې ترسره کولې.
په هرات کې د یوې امن خونې کارکوونکې د نوم د نه اخیستو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، په تېر جمهوري نظام کې ځېنې امن خونې په فاحشه خانو بدلې شوې وې، چې له ښځو څخه جنسي استفاده کېدله او د حکومت چارواکي په کې ښکېل وو.
په دې اړه مو د بشري حقونو فعالې نظیفه جلالي څخه وپوښتل هغې وویل، چې متاسفانه د جنسي استفاده ځینې مسایل موجود و، خو په ډېره لږه اندازه وو.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/031e96af8598e189d2e231a832293ace5310c30c-4790x3160.jpg?rect=0,233,4790,2694&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
امن خونې د اسلام له نظره
اسلام ښځو ته ځانګړې پاملرنه کوي، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې بېوزله، بېکسه او مظلومې وي.
امن خونې د ښځو لپاره هغه ځای کېدای، شي چې د هغوی عفت، عزت او ژوند خوندي شي.
د امن دغه خونې که د حق او خیر په نیت جوړې شوې وي، نو د اسلام له نظره جواز لري.
مشهور دیني عالم مفتي شاکر وایي، چې په افغانستان کې د بهرنیانو له خوا د امن خونو جوړول بې اتفاقۍ ته لمن وهل او د ډېرو ښځو د کورونو ورانولو سره مرسته کول دي.
مفتي شاکر وایي: «د بهرنیانو له خوا د امن خونو جوړول بې اتفاقۍ ته لمن وهل دي، دا له ډېرو ښځو له کورونو سره امداد کول دي، د زنانه وو او نارینه و ترمنځ لېرې کېدو او تښتېدلو بهیر سره تعاون کول دي.» هغه زیاتوي، چې اسلام کې هېڅ داسې کار جایز نه دی، چې د مسلمانانو یا د کورنۍ منځ کې بې اتفاقی لپاره لمن ووهي.
مفتي شاکر وایي: «اسلام عدالتي نظام متعارف کړی دی، چې له چا سره ظلم کېږي هغه عدالتي نظام ته خپله عریضه وړاندې کړي او عدالتي نظام د دې ذمه وار دی، چې د هغه په کورکې تاوتریخوالی، ظلم او زیاتی ختمه او د هغوی کور کې د امن او خوشالی فضا جوړه کړي. که د هغوی په منځ کې د امن او محبت فضا نه جوړیږي، دغه نظام به د هغوی په منځ کې جدایي راولي.»
دیني عالم قاري عیسی وایي، امن خونو سره اسلام کومه ستونزه نه لري، بلکې د انسان ژوند ژغورنې ځای دی، خو که له دغو امن خونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه وشي په دې صورت کې اسلام له دې سره اختلاف لري.
ښاغلی عیسی وایي: «که چیرې امن خونې د دې لپاره وي چې د یوې مېرمنې ژوند په خطر کې وي او تاسې ژوند ژغورنه کوئ او د هغې ژوند په خطر کې داسې وي، چې مقابل لوری چې پر دې ظلم کوي ظالم واقع شوی او دغه زنانه مظلومه واقع شوې، نو په دغه صورت کې نه یوازې چې ستونزه او مشکل نه لري، بلکې په شریعت کې د یوه انسان ژوند ژغورنه داسې ده لکه ټول بشریت یې چې ژغورلی وي.»
هغه زیاته کړه: «که چېرې دغه امن خونې ښځو ته داسې امکانات برابروي، چې خدای مه کړه هغوی د فحشا او ناروا طرف ته یا داسې طرف ته چې دوی پوهېږي چې شاه ته یو ادرس لرو یا ملاتړ لرو که کور کې زموږ لپاره ځای نه وي بیرون کې زموږ لپاره یو ځای شته، چې دا په ټولنه کې د ناروا طرف ته دعوت ورکوي دا بیا ناروا کار دی او اسلام له دغه کار سره اختلاف لري.»
د اسلام له نظره، امن کورونه چې د مظلومانو د ملاتړ او د بېوسو د ساتنې لپاره جوړېږي، جواز لري او یو نیک کار ګڼل کېږي، خو د دې ځایونو په چلونه کې باید د اسلامي اخلاقو او اصولو بشپړ پام وشي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/bdfa758df83aefa02906ec02c0840b17a1c9c65b-750x675.png?rect=0,127,750,422&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
پایله:
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې، امن خونې د ښځو او ماشومانو لپاره د تاوتریخوالي، جبري ودونو، جنسي تېریو او نورو ټولنیزو ستونزو څخه د خونديتوب یوه اساسي وسیله وې.
دا خونې نه یوازې د پناه ځای بلکې د قانوني، رواني او روغتیایي ملاتړ خدمات هم وړاندې کول.
د ۲۰۲۱ کال د سیاسی بدلونونو وروسته طالبانو د دې خونونو فعالیت بند کړ او په ټول افغانستان کې یوازې یوه امن خونه فعاله پاتې ده، چې هغه هم له طالبانو پټ فعالیت کوي.
د طالبانو په حکومت کې د امن خونو شتون ته د اړتیا احساس نه شته او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي، چې دا ډول خونې د هغوی قوانینو سره په ټکر کې دي.
د طالبانو له دې اقداماتو سره، ډېری ښځې چې د کورني تاوتریخوالي قربانيانې وې، په جدي خطر کې قرار لري.
د بشري حقونو فعالانو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې د امن خونو بندېدل د ښځو ژوند ته تهدیدات زیاتوي.
د دې خونونو بندېدل نه یوازې د کورني تاوتریخوالي قربانیانو د پناه اخیستل دي، بلکې د هغو ښځو لپاره چې له قانوني او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي، یوازې لار پرېښودل، له تاوتریخوالي سره ژوند کول دی.
اسلام دین هم د امن خونو فعالیت ته د هغو ښځو لپاره چې عاطفي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ دي اجازه ورکوي، خو که چېرې دا ځایونه د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره وکارول شي، نو اسلام له داسې عمل سره مخالفت لري.
د طالبانو له خوا د امن خونو بندېدل د ښځو او ماشومانو لپاره یو جدي خنډ دی، چې باید د نړۍوالو او ټولنیزو بنسټونو له خوا ورته توجه وشي او د دغو قربانیانو ملاتړ ته د بدیل لارې چارې وموندل شي.