د اېپل کمپنۍ جوړ شوی «ایفون ۱۵» ځیرک ټیلیفون په نړۍ کې تر ټولو ډېر پلورل شوی

په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ تر ټولو زیات پلورل شوی ځیرک ټیلیفون، انډرایډ ټیلیفون نه و، بلکې د اېپل کمپنۍ جوړ شوی «ایفون ۱۵» و. ویل کیږي، چې د اېپل «ایفون ۱۵» ځیرګ ټیلیفون په نړۍ کې تر ټولو ډېر پلورل شوی.
د کاونټر پواینټ په نوم څېړنیز شرکت چې هر کال د ځيرکو ټیلیفونو د پلور شمېرې خپروي، وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې تر نورو ځېرکو ټیلیفونونو «ایفون ۱۵» ډېر پلورل شوی او د پلور په دې سیالۍ کې لومړی مقام لري.
د دغه شرکت په وړاندې شوي نوملړ کې له لسو ځيرکو ټیلیفونونوڅخه ۷ هغه یې د اېپل کمپنۍ لهخوا جوړ شوي ایفونونه دي.
د کاونټر پواینټ شرکت د څېړنې له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د غوره لسو ټیلیفونو په کتار کې د نړۍ تر ټولو زیات پلورل شوی ټیلیفون «ایفون ۱۵» و، چې په ټولیز ډول یې د بازار ونډه درې سلنه وه.
د حیرانتیا وړ دا وه، چې په دویم مقام کې د ایفون ۱۶ پرو میکس ځیرک ټیلیفون و، کوم چې د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې بازار ته وړاندې شو، همداشان ایفون ۱۵ پرو میکس په دریم ځای کې راغلی دی.
ګلیکسي اې ۱۵، ایفون ۱۶ پرو، ایفون ۱۵ پرو، او ایفون ۱۶ په ترتیب سره د څلورم څخه تر اووم غوره پلورل شویو تلیفونو په کتار کې دي.
د ځيرکو ټیلیفونو په دې سیالۍ کې ایفون ۱۳ په لسم ځای کې راغلی.
کاونټر پواینټ، یو نړیوال څیړنیز شرکت دی چې د ټیکنالوژۍ، رسنیو، مخابراتو د صنعت په محصولاتو کې تخصص لري.
یاد شرکت د میاشتنيو راپورونو، دودیزو پروژو، ګرځنده ټیلیفونونو او ټیکنالوژۍ بازارونو په تفصيلي تحلیلونو وړاندې کولو سره د ټیکنالوژۍ او مالي لویو شرکتونو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د کاونټر پواینټ شرکت کلیدي شنونکي د لوړ ټیکنالوژۍ صنعت په برخه کې تجربه لرونکي متخصصین دي.