په خوست کې یوې ځوانې نجلۍ ځان‌وژنه وکړه

په هېواد کې د طالبانو تر سیوري لاندې د ښځو ناوړه ژوند په دوام، د خوست سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ د مدرسې تر فراغت وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د سې‌شنبه په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) د دغه ولایت په مرکز «متون» سیمه کې شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، دا نجلۍ د خوست د ټنیو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه، خو کورنۍ یې د ناڅرګنده لاملونو او ستونزو له وجې مرکز متون ته کډه شوې وه.
سرچینو د دې پیغلې د ځان‌وژنې د لامل په تړاو لا ډېر جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ځوانو نجونو او هلکانو ترمنځ د ځان‌وژنې پېښې تر بل وخت ډېرې شوې دي.

طالبانو له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د نجونو او ښځو پروړاندې له شپږم ټولګي پورته د ټولو ښوونیزو او وروزنیزو مرکزونو دروازې بندې کړي او دغه راز یې د دوی په کار کولو هم بندیز لګولی دی.
له دې سره، د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو د کار د بندیز د دویم کال له پوره کېدو سره د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت یو ځل بیا د ۲۰۲۴ په ډسمبر میاشت کې په دغه هېواد کې د مرستې رسونې له ادارو غوښتي، چې د ښځو او نجونو له ګومارلو څخه ډډه وکړي.
دا هغه څه دي، چې په هېواد کې د ښځو پروړاندې د کورنیو تاوتریخوالو د زیاتېدو لامل شوی دی.