د افغان مېرمنو غوښتنه: پاکستان دې د نړۍوالو اصولو له مخې د کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي

په اسلام اباد کې یو شمېر مېشتو افغان مېرمنو له پاکستانه غوښتي، چې د اسلامي او نړۍوالو اصولو له مخې دې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي.

دغو مېرمنو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه اندېښنه ښودلې او دغه راز یې د کډوالو په چارو کې د ملکرو ملتونو له ادارې غوښتي، چې د دغه ناورین پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.
په جلاوطنۍ کې د ازادۍ‌غوښتونکو غورځنګ د سې شنبه په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «موږ د پاکستان پر حکومت غږ کوو، چې د بشردوستانه، اسلامي او نړۍوالو اصولو په پام کې نیولو سره د کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي او د جبري اقداماتو پر ځای د کډوالو په داوطلبانه، تدریجي او باعزته ستنېدو کې مرسته وکړي.»
د خبرپاڼې له مخې، افغان مېرمنو اندېښنه ښودلې، چې د افغان کډوالو جبري او غیر پلان شوي اېستل کولی شي، د بشري ناورینونو، د بې ثباتۍ د زیاتوالي او د کډوالو له بنسټیزو حقونو څخه د سرغړونې لامل شي.
افغان مېرمنو په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له دفتر څخه غوښتي، چې د مسوولې ادارې په توګه د افغان ښځو، ماشومانو او زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره عملي او کوټلي ګامونه واخلي.
د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د تدریجي بېرته ستنېدو لپاره یو پلان پیل کړی، چې له اسلام اباد او راولپنډۍ نه د راجستر شویو افغان کډوالو اېستل هم په کې شامل دي.
پاکستاني چارواکو ته لارښوونه شوې، چې دا پلان له عامه اعلان پرته عملي کړي.