تودیدونکې نړیوالې او سیمه ییزې سیاسي لوبې

افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د امریکا د نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سیاستونو په امکاني نړیوالو اغیزو باندې تحلیلونه او نظرونه له ډیر وخت وړاندې لیکل کیدل.

خلک هم په دې پوهیدل چې د یوه زبر ځواک او د اوسني نړیوال سیستم د غالب قوت په توګه د امریکا په سیاست کې راتلونکي غټ بدلونونه به په حتمي توګه ټوله نړۍ اغیزمنوي.

دې سره سره دا خبره هم باید په نظر کې وساتل شی چې د تیرو څو کلونو راهیسې نړۍ د یوه قطبیتوب او یا دوه قطبیتوب په ځای ګڼ قطبیتوب خوا ته خوځیدلې ده.

چین په ۲۰۰۸ کال کې د کاپیتالستي نړۍ د اقتصادي بحران په جریان کې د یوه نوي اقتصادي زبر ځواک په توګه تبارز کړی وو.

په ۲۰۰۹کې د برازیل، روس ، هند ، چین او د جنوبی افریقا په ګډون جوړیدونکي سازمان (BRICS) په ۲۰۲۴ کې د پنځو نورو هیوادونو مصر، ایتوپیا، ایران، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو په شمول نور پراخ شوی دی او ۲۴ نورو هیوادونو هم په کې د ګډون تصمیم ښکاره کړی دی.

د بریکس سازمان په لیکو کې په تدریج سره د نړۍ د جنوب هیوادونه راغونډیږي. د جي ۲۰ ( G 20) سازمان پر دې برسیره دی.

په داسې شرایطو کې چې رئیس جمهور ټرمپ د امریکا د وړومبیتوب د سیاست د عملي کولو لپاره د اسرائیل او مصر نه پرته د نړۍ په ټولو هیوادونو او سازمانونو امریکايي کومکونه په موقتي توګه قطع کړل.

امریکا ته یې د بهر نه ټولو راتلونکو باندې بندیز لګولو سره سره په امریکا کې په غیر قانوني توګه میشت لکونوافرادو د شړلو لپاره خشن ګامونه پورته کړل.

په دې ګامونو برسیره یې د چین، کاناډا او میکسیکو نه امریکا ته واردیدونکي تجارتي شیانو باندې ټیکسونه زیات کړل.

دغو دریو واړو هیوادونو هم سملاسي په ځواب کې د امریکا نه واردیدونکو شیانو باندې د ټیکسونو د لوړولو اعلان وکړو، چې دا په عمل کې د تجارتی جنګونوپیل دی.

دا طبعي خبره ده چې دغو ټولو دراماتیکو پرمختګونو سره د خلکو په ذهنونو کې د زاړه نړیوال نظم د راتلونکي په باره کې سوالونه راپورته کیږي.

ملل متحد او د هغه ټولې څانګېتر اوسه په عمده توګه د امریکا له خوا تمویل شوې دي.

د امریکا د مالي کومکونو د قطع کیدلو نه پس به د ملل متحد راتلونکې څنګه شي ؟ په نړیوال تجارت باندې د نړۍ د تجارتی سازمان ( World Trade Organisation ) د قواعدو او ضوابطو نه د سرغړونې عواقب به څه وي ؟

دا غټ اساسي او جدي سوالونه دي، چې ځوابونه به یې د وخت په تیریدو رابرسره کیږي، خو دې سوالونو په ټوله نړۍ کې یوه غیر یقیني وضع مینځ ته راوستې ده.

دې سره د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې د منځنۍ درجې ځواکمنو هیوادونو په خپلو سیمه ییزو چاپیریالونوکې د خپل نفوذ د زیاتولو او په خپلو سیمو کې په یوه محوري ځواک د بدلیدلو لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړې دي.

په دې لړ کې په غربي اسیا کې د اسرائیل، ترکیې، سعودي عرب او د ایران فعالیتونه جوت دي.

اسرائیل د خپلو غربي مربیونو په پشتیبانۍ د جنګ له لارې د فلسطیني عربو ځمکه په زور اشغالوي او د مسایلو پرامن سیاسي حل ته غاړه نه ږدي.

ترکیې په سوریه (شام) کې د بشارالاسد د حکومت په ختمولو او د هغه په ځای د سني مسلمانو جنګیالیو ډلو حکومت په کینولو کې کلیدي رول ولوباوه او سوریه کې یې د خپل نفوذ دائره په داسې حال کې پراخه کړه چې هغه په قطر او صومالیه کې هم نظامي اډې لري.

ترکیه کې د رجب طیب اردګان حکومت ځان د مرکزي اسیا په سیاست کې اساسي لوبغاړی ګڼي او د پان ترکیزم په اساس د ترک اکثریت نفوسه هیوادونو دول مشترک جوړول یې د اوږدې مودې هدف دی.

د فرورۍ په اتمه نیټه به اردګان پاکستان ته سفر کوي. د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او د هغه مشر ورور نواز شریف د اردګان سره شخصي مناسبات هم لري.

سعودي عرب کې د دغه هیواد بالقوه واکدار محمد بن سلمان په دولتي او ټولنیز نظامونو کې په پراخه کچه ریفورمونه کړي او دهیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

محمد بن سلمان د رئیس جمهور ټرمپ سره حسنه مناسبات لري.

د غربي اسیا د نزدې وختونو د کشمکش په جریان کې ایران په څرګند ډول تاواني شوی دی. د هغه متحدینو په لبنان او سوریه کې پوځي ماتې خوړلې ده او په یمن او عراق کې هم د ایران طرفدارې ملیشې ضعیفې شوې دي.

دغه امکان وجود لري چې اسرائیل او امریکا د ایران د هستوي بم د پروژې د مخ نیوي لپاره د ایران په ضد کوم پوځی عملیات وکړي او که وس یې بر شي، نو په ایران کې به د شپږ څلویښتو کلونو نه چلیدونکي دولتي نظام ته سقوط ورکړي.

غربي خوا ته د ناکامۍ سره مخامخ کیدلو نه وروسته د ایران واکدارانو شرقي خوا ته مخه کړې ده.په تیره شوی میاشت کې د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستان د پوځي او سیاسي مشرانو سره یې د سیمې په امنیتي مسلو خبرې وکړې، چې په دې کې د طالبانو د واک لاندې افغانستان په اوضاعو خبرې هم شاملې وې.

نن سبا پاکستان او ایران دواړو ته د ملي ګرا بلوڅانو د وسله وال او سیاسي قیامونو مسله ورپیښه ده، خو دې سره ایران شک لري چې د پاکستان د خاورې نه د ایران په ضد کیدونکي د سني ډلو حملې د پاکستان د حکومت په اجازت کیږي.

بلې خوا ته د پاکستان حکومت وايي چې ایران د پاکستان په ضد جنګیدونکو د ځینې بلوڅو بیلتون خوښو ډلو سره کومک کوي.

د جنورۍ په میاشت کې د ایران د خارجه چارو وزیر عباس عرقچي کابل ته سفر کړی وو.

دا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنیو نه وروسته د ایران د خارجه چارو وزیر افغانستان ته وړومبی سفر و، ایران ته د هلمند د سیند په اوبو کې د ونډې او په افغانستان کې موجودو وسله والو ډلو له خوا د ایران په ضد د فعالیت نه کولو ډاډ اخیستل د عرقچی د دغه سفر اصلي موخې وې.

د دې سره د ایران حکومت دافغانستان د نورو ګاونډیو هیوادونو غوندې د افغانستان د داخلی سیاسي اوضاعو په باره کې ځان پوه کول غواړي، ځکه چې طالبان د دریو کلونو نه زیات وخت اوښتو نه وروسته هم د کوم مشروع سیاسي نظام جوړولو کې پاتې راغلي، چې افغان اولس یې شا ته ولاړ وي.

هم دغه رنګه چې کله نه رئیس جمهور ټرمپ طالبانو باندې د امریکا نه په افغانستان کې د پاتې شوو وسلو د بیرته ستنولو غږ کړی دی، نو طالبانو سره تشویش پیدا شوی دی.

په دې مسله کې پاکستان سره هم خپل تشویش مل دی، ځکه چې که هغه بل هر چا ته ووايي چې هغه طالبان نه پیژني او یا یې د هغوی سره دشمني ده خو د امریکایانو لپاره پاکستان د طالبانو مربي او ضامن دی.