معترضې مېرمنې: پر طالبانو د بندیزونو نه پلې کېدل د نړۍوالو سیاستونو پراعتبار منفي اغېز کړی

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې د طالبانو د سرغړونو پر وړاندې په سمه توګه د بندیزونو نه پلې کېدل د نړۍوالو سیاستونو پر اعتبار منفي اغېز کړی.

د ارغواني شنبو غورځنګ پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د ترهګرو ډلو لپاره یو نوملړ جوړ کړي.

په دغې خبرپاڼې کې له ملګرو ملتونو دا هم غوښتل شوي، چې په دغه نوملړ کې دې د طالبانو، داعش، القاعدې، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو نومونه اضافه کړي.

دغه غورځنګ یوا وار بیا له طالبانو د ملاتړ او د تعامل د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

دغه غورځنګ پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د طالبانو نوم دې د ترهګرو ډلو له نوملړه نه باسي او د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني.

دغهه غورځنګ کاږلي، د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې په ګډون ګڼو هېوادونو پر طالبانو بندیزونه لګولي؛ خو ملګرو ملتونو بیا په رسمي توګه دغه ډله ترهګره نه ده ګڼلې.
د دغه غورځنګ ویانده سارا خان وایي:« ملګري ملتونه هغه سازمان دی، چې د نړۍوالې سولې او امنیت د ډاډمنولو لپاره جوړ شوی؛ خو دا د حیرانتیا خبره ده، چې دغه سازمان د ترهګرو ډلو د نوملړ په جوړولو کې پاتی راغلی. نړۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یوې واحدې، متحدې تګلارې ته اړتیا لري او موږ غواړو، چې ملګري ملتونه سمدلاسه اقدام وکړي.»
دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو غواړي، چې په منظمه توګه د ترهګرو نومونو بیاکتنې او تازه کولو لپاره کمیټه جوړه کړي.