اتلانو جام: په دوبۍ کې د هند او پاکستان د سیالۍ لپاره ټکټونه په یوه ساعت کې پلورل شوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/b26ddc916c19ba5f0eb0da5f66cf953eb5272b95-2000x1333.jpg?rect=0,105,2000,1125&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په دوبۍ کې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې د هند او پاکستان د کرېکټ سیالۍ ننداره کولو لپاره ټکټونه په یو ساعت کې پلورل شوي.
د اتلانو جام د کرېکټ تر ټولو ستره سیالي د فېبرورۍ په ۲۳مه د دوبۍ په نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې د پاکستان او هند کرېکټ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ورځ د هند او پاکستان د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د سیالۍ لپاره په انلاین توګه د ټکټونو پلور د دواړو هېوادنو د مینه والو په سیالۍ بدل شو او د سیالۍ د نندارې لپاره ټول ټکټونه په یوه ساعت کې وپلورل شول.
راپورونه زیاتوي، کله چې د هند او پاکستان د سیالیو لپاره د ټکټونو پلور پیل شو، په وېبپاڼه کې شاوخوا یولک و څلوېښت زره مینه والو د انلاین ټکټونو اخیستو ته لېوالتیا وښوده او له یوه ساعت څخه په کم وخت کې د فېبرورۍ په ۲۳ مه په دوبۍ کې د پاکستان او هند ترمنځ د سیالۍ ټکټونه وپلورل شول.
ډېری مینه والو د ټکټونو د نه ترلاسه کولو په اړه شکایت وکړ او خواشیني یې څرګنده کړه، چې دوی به ونه شي کولی په لوبغالي کې د هند او پاکستان لوبه وګوري.
په دوبۍ کې د دې مهمې سیالۍ لپاره د یوه ټکټ لږ تر لږه بیه ۵۰۰ درهم وو، چې تر سل ډالرو ډېرې کېږي، په داسې حال کې چې تر ټولو ګران بیه ټکټ ۱۲۵۰۰ درهم وو.
د دې تر څنګ د ۱۰۰۰، ۱۲۰۰، ۲۵۰۰، ۵۰۰۰ درهمو ټکټونه هم د خرڅلاو لپاره وړاندې شول.
هېره دې نه وي، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) اتلانو جام سیالۍ به د فېبروري په ۱۹ نېټه په کراچۍ کې پېی شي چې د مارچ تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي.
په اتلانو جام کې به د ۸ هېوادونو ترمنځ ۱۵ سیالۍ ترسره شي.
دغه سیالۍ به په کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او دوبۍ کې کېږي او ټولې لوبې به شپه او ورځ وي.
هندۍ کرېکټ لوبډله به خپلې ټولې لوبې په دریمګړي ځای دوبۍ کې ترسره کړي.