په کونړ کې یوه کس خپله مېرمن په ډزو ووژله

له کونړه یوې باوري ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن په ډزو وژلې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د چپې درې ولسوالۍ په «ګلسلک» سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې د قاتل نوم عطاءالله یاد کړی او په وینا یې، تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
سرچینه زیاتوي، چې تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل روښانه نه دی او نه هم تر اوسه په کونړ کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په دې تړاو څه ویلي دي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو په هېواد کې د خپل واک له پیل راهیسې، افغان ښځې د زده‌کړو، کار او عامه ژوند په ګډون له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې کړي دي.
پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته تر بل هر وخت د ښځو د وژنو، ځان وژنې، په کم عمر کې د ودونو او دې ته ورته لسګونه نورې پېښې ډېرې شوې دي.