د هند د نجونو ۱۹ کلنې لوبډلې د نړۍوال جام اتلولي وګټله

د هندوستان د ۱۹ کلونو کم عمره نجونو کرېکټ لوبډلې د سوېلي افریقا کرېکټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۱۹ کلنو شل اوریز نړۍوال جام اتلولي وګټله.

د ۱۹ کلنو کم عمره نجونو نړۍوال جام سیالۍ چې د مالیزیا په کولالمپور کې روانې وې په پای لوبه کې یې سوېلي افریقا کرېکټ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۲ منډې وکړې.

د هندي لوبډلې توپ اچوونکې ګوګانډي ترېشا تر نورو ښه توپ اچونه وکړه او په څلورو اورونو کې یې د ۱۵ منډو په ورکولو د مقابلې لوبډلې درې ویکټې واخیستي.

د هند له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د سوېلي افریقا له خوا ورکړی هدف په دولسم اوور کې د یوې لوبغاړې په سوځېدو پوره کړ او د نړۍوال جام اتلولي يې په خپل نوم کړ.

دا دویم ځل دی، چې هندوستان د نولس کلنو کم عمره لوبډلې نړۍوال جام ګټي.