یوه جرمني انجنیر تر اوبو لاندې د پاتې کېدو نړۍوال ریکارډ جوړ کړ

د جرمني د فضايي حریم یوه انجنیر په اوبو کې د ۱۲۰ ورځو په تېرولو سره نړۍوال ریکارډ جوړ کړ.
د راپورونو له مخې، ۵۹ کلن روډیګر کوچ د سپټمبر په ۲۶مه د پانامې په پورټو لینډو کې د سمندر په اوبو کې د خپل ریکارډ جوړولو لپاره اوبو ته ښکته شو.
هغه په سمندر کې د ۳۲۰ مربع فوټه کپسول کې ۱۲۰ ورځې تېرې کړې.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه الماني انجنیر د وشین بلډرز شریک او بنسټ اېښودونکی دی.
نوموړي په سمندر کې څلور میاشتې د اوبو لاندې د کبانو په لیدلو کې تېرې کړي دي.
جرمن انجنیر دغه ریکارډ د ګېنېس ورلډ ریکارډ د قاضي سوزانا رییس په حضور کې جوړ کړی.
قاضي سوزانا رییس هم تایید کړه، چې جرمني انجنیر د ۱۰۰ ورځو پخوانی ریکارډ چې د امریکایي جوزف دوتوري له خوا جوړ شوی وو مات کړو.
په دغه کپسول کې کومې اسانتیاوې وې؟
د روډیجر کوچ کپسول په عصري اسانتیاوو سمبال و، چې پکې بستر، تشناب، ټلوېزیون، کمپیوټر، انټرنیټ او د تمرین موټر سایکل شامل وو، په داسې حال کې چې نوموړي ته د یوې کوچنۍ بېړۍ په مرسته خواړه او څښاک چمتو کېدل.