پاکستان په یوه تازه اقدام کې نږدې ۱۵۰ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي

د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر د (سلواغې ۱۴مه) خبر ورکړی، پاکستان په تورخم ښارګوټي کې ۱۴۱ افغان کډوال دوی ته سپارلي چې په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه افغان کډوال د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د یاد هېواد په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او هلته په زندانونو کې ساتل کېدل.

د طالبانو د یاد رسنیز دفتر په وینا، په راستول شویو کسانو کې داسې افغانان هم شته چې په پاکستان کې یې د استوګنې قانوني اسناد لرل.

په تورخم ښارګوټي کې د طالبانو د انتقالاتو امریت ویلي، چې دغه تازه ستانه شوي کډوال یې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره اړونده مرستندویه ټولنې ته ورپېژندلي دي.

دغه افغان کډوال داسې مهال افغانستان ته ستنېږي، چې نن یکشنبه هم په اسلام اباد کې د ناقانونه افغان کډوالو پسې د پولیسو عملیات دوام لري.

په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال نیوکې کوي، چې پولیس ان هغه کډوال هم په بېلابېلو پلمو نېسي چې د استوګنې قانوني اسناد لري؛ خو بیا هم د پولیسو له لوري په ډول، ډول پلمو ځورېږي.

په اسلام اباد کې یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي افغانستان انټرنشنل ته وویل، سره له دې چې د ټولې کورنۍ د ویزو موده یې پای ته نه ده رسیدلې؛ خو له دې سره، سره هم پولیسو د بډو په توګه پیسې اخیستې دي.

هغه زیاته کړې:« که قانوني اسناد ولري؛ نو بیا هم پولیس تنګول کوي او که پیسې ورنکړو بس موټر ته مو جیګوي او افغانستان ته مو ډیپورټ کوي».

د طالبانو له واکمنېدو سره سم لسګونه زره افغان کډوال چې د یادې ډلې له لوري یې ژوند له ګواښ سره مخ دی له خپلو کورنیو سره پاکستان ته کډه شوي دي.

اوس وېره دا ده، چې ښايي‌ د پولیسو له لوري په زور له دغه هېواده د شړلو له امله به افغانستان د ستنېدو پر مهال د دوی ژوند له لا نور ګواښ سره مخ شي او د طالبانو له‌خوا به له مرګوني ګواښونو سره مخ شي.

په اسلام اباد کې د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد د پاکستاني پولیسو عملیاتو هله زور واخیست، چې د طالبانو او دغه هېواد ترمنځ اړیکې په ښکاره توګه خړې شوې.
د راپورونو له مخې، له ایران او پاکستان څخه د تېر جمهوري نظام یو شمېر سرتېري بېرته هېواد ته د ستنېدو پر مهال د طالبانو له لوري زنداني شوي یا هم وژل شوي دي.

په تازه پېښو کې څه موده وړاندې په پکتیکا کې د پخواني جمهوري نظام څو تنه سرتېري چې له ایرانه هېواد ته ستانه شوي وو د طالبانو له لوري وژل شوي او زنداني شوي هم دي.