د طالبانو د کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۹۱ افغان بندیان خوشې شوي
![](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fi.afintl.com%2Fimages%2Frdk9umy0%2Fproduction%2Fca6dcb744daac2bf285ba1c68692c427e22d1e66-720x540.jpg%3Frect%3D0%2C68%2C720%2C405%26w%3D992%26h%3D558%26fit%3Dcrop%26auto%3Dformat&w=2048&q=75)
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له بیلابیلو زندانونو یې ۹۱ افغان بندیان خوشې شوې دي. یاد وزارت وايي، دغه بندیان په وروستیو کې له دوو ورځو تر یوې میاشتې پورې په زندانونو کې بندیان وو.
وزارت وايي، دغه بندیان د روانې سلواغې میاشتې په ۱۱ او ۱۲مو نیټو خوشې او افغانستان ته ستانه کړل شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن شنبه د (سلواغې ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان له بیلابیلو زندانونو ۹۱ افغان بندیان خوشې شوې دي.
د طالبانو کډوالو وزارت د ننګرهار د تورخم او کندهار سپین بولدک د سرحدي امریتونو په حواله ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال له ۲ تر ۲۷ ورځو پورې په بند کې وو، چې هېواد ته په راستنېدو سره خپلو سیمو ته لېږدول شوي او په دې سربېره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم شوې دي.
تر دې وړاندې هم طالبانو له پاکستان څخه د نږدې دوه سوه افغان بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی و.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د سلواغې په لومړۍ نېټه ویلي و، چې په اسلام اباد کې یې د پولیسو له لوري ۸۸۲ نیول شوي هغه افغان کډوال خوشې کړي، چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل.
که څه هم دا مهال د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍکې د پولیسو له خوا د تېرو دوو اوونیو پرتله د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ورو شوې خو یو مخ نه ده درېدلې.
په پاکستان کې ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي