د پاکستان کرېکټ بورډ د اتلانو جام لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/47e6f5aeb45e36855442a008654747337658f8fc-675x905.jpg?rect=0,263,675,380&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د پاکستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام یا چمپېنز ټرافي لپاره د محمد رضوان په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه. دغه سيالۍ د پاکستان په کوربتوب د همدې فبرورۍ مياشتې په ۱۹ مه پيليږي او د مارچ تر ۹ مې دوام کوي.
د پاکستان په اعلان شوې لوبډله کې لوبډلمشر محمد رضوان، مرستيال لوبډلمشر سلمان علي اغا، بابرعظم، فخرزمان، کامران غلام، سعود شکيل، طایب طاهر، فهیم اشرف، خوشيدل شاه، عثمان خان، ابرار احمد، حارث روف، محمد حسنین، نسیم شاه او شاهد افريدي شامل دي.
د کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخي، د پاکستان همدا لوبډله د اتلان جام تر پيل مخکې په لاهور او کراچۍ کې د نیوزيلينډ او سويلي افريقا سره درې اړخيزې یو ورځنۍ سيالۍ هم کوي
په همدې لوبډله کې د پاکستان قوي پيليز لوبغاړی سایم ایوب د خوږ له کبله او رو توپ اچوونکی شاداب نه دي انتخاب شوي.
یو شمېر کرېکټ څارونکي د پاکستان د لوبډلې قوت تېز توپ اچونه يادوي.
د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د اتلانو جام سیالۍ به د پاکستان په لاهور، کراچۍ او راولپنډۍ کې تر سره شي.
د مالوماتو له مخې، چې د هند ټولې سيالۍ بیا په دوبۍ کې تر سره کيږي.