افغانستان د اتلانو جام نه وړاندې دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په پاکستان کې د ترسره کېدونکي اتلانو جام نه وړاندې دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کوي.

د کرېکټ بورډ چارواکو ویلي، چې دغه سیالۍ یوه یې له نیوزلینډ کرېکټ لوبډلې سره او بله یې د پاکستان اولف لوبډلې سره ده.

دغه چارواکو دا نه دي ویلي، چې یادې تمریناتي سیالۍ کله او چېرته ترسره کېږي.

د اتلانو جام لپاره په متحده عربي اماراتو کې د افغان لوبغاړو تمرینات روان دي.

تر دې وړاندې کرېکټ بورډ په خپلې فېسبوک پاڼې د افغان لوبغاړو د ځينو نمایشي انځورونو په خپرولو سره د اتلانو جام سیالیو لپاره د پوره چمتوالي خبر ورکړی وو.

یاده دې وي، چې اوسمهال زیات شمېر افغان لوبغاړي په تجارتي سیالیو کې بوخت دي.

د اتلانو جام سيالۍ د پاکستان په کوربتوب په کراچۍ، لاهور او راولپینډۍ کې د روانې فېبرورۍ مياشتې په ۱۹ مه نېټه پيلېږي او د مارچ تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي.

له هندوستان کرېکټ لوبډلې سره د دغه جام کېدونکې سیالۍ په پاکستان کې نه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانی کرېکټ‌پوه زاهد مقصود وايي، هغه مهال چې د چمپينز ټرافي (اتلانو جام) ګروپونه اعلانېدل، شکر یې وکړ، چې د هېواد کرېکټ ملي لوبډله یې له افغان ملي لوبډلې سره په یو ګروپ کې نه‌ده.
مقصود د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) له اېکسپرېس خبري شبکې سره په یوې مرکه کې زیاته کړې، چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ نړۍوال جام پرمهال پاکستانۍ لوبډلې ته «ډېره شرموونکې» ماتې ورکړې وه.
هغه زیاتوي: «افغان کرېکټ ټیم خورا پياوړی دی او دا مهال ترې د لوبې ګټل ستونزمنه ده. افغانستان د نړۍ ټول ټیمونه مات کړي او یوازې هندوستان ترې پاتې دی.»