د ملا هبتالله سخت دریځ د حقاني شبکې لوړ پوړی غړی مولوي محمد نبي عمري په ژړا کړ
په خواله رسنیو کې د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر او د حقاني شبکې لوړ پوړي غړي مولوي محمد نبي عمري یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې په کې نوموړی د طالبانو د مشر ملا هبتالله د عصري زده کړو د بندیزونو اړوند فرمانونو په تړاو ژړا ته اړ کېږي.
له خوست څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې هغه د خوست په مرکز متون کې د (سلواغې ۸مه) د دوشنبې په ورځ جامعه عایشه الصدیقه کوړیانو په نوم د نجونو یوې مدرسې په یوې غونډه کې د عصري زده کړو اړوند د ملا هبتالله د بندیز په غبرګون کې دا ژړا کړې.
هغه په اوښلنو سترګو ټینګار کړی چې په اوسني وخت کې د عصري علومو زده کړو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.
په ویډیو کې ښکاري چې هغه ملا هبتالله څخه د عصري زده کړو د پرانېستل کیدو د غوښتنې پر مهال په بې اختیاره توګه احساساتي کیږي او ژاړي، هغه د خپلو اوښکو پاکولو لپاره د څادر پیڅکه سترګو ته وړي.
هغه د څو شېبو لپاره څادر خپلو سترګو ته نېسي او د ژړا غږ یې اوریدل کېږي. د تالار دننه ناستو کسانو کې هم ځینې یې له هغه سره ژړا بدرګه کوي او د خپل مشر د عصري زده کړو د بندیز پر ضد د احتجاج په توګه اوښکې تویوي.
مولوي محمد نبي عمري د ناستې ګډونوالو ته وویل: «مونږ ته دې الله تعالی هدایت وکړي، دیني علوم؛ خو خلاص دي چې عصري زده کړې هم باید خلاصې شي». د هغه په خبره، د دوی د سختدریځو فرمانونو او پریکړو له امله به راتلونکي نسلونه تش په نوم مسلمانان وي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملا هبتالله د زده کړو اړوند بندیزونو پر ضد د حقاني شبکې یو شمېر نورو غړو هم توند دریځ نیولی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی په خوست کې ملا هبتالله ځان خوښی بللی او هغه یې تورن کړی چې د خپل شخصي طبعیت له مخې یې د نجونو پر زده کړو بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو پر مشر د سختو نیوکو له امله په کابل کې د هغه ځای نه کیده او او ملا هبتالله یې د نیول کېدو امر کړی و؛ خو هغه وار لومړی کړی او متحده عربي اماراتو ته وتښتېد.
افغانستان انټرنشنل دوبۍ کې د هغه د ځینو ناستو څخه غږونه ترلاسه کړي چې په کې یې پر ملا هبتالله بیا بیا توندې نیوکې کړي او د افغانستان راتلونکی یې خطرناک بللی دی.
د راپورونو له مخې په یو شمېر ولایتونو کې د حقاني شبکې او ملا هبتالله جنیګالیو ترمنځ لفظي او فزیکې شخړې هم رامنځته شوي او ترمنځ یې د مخالفتونو لړۍ مخ په ډېرېدو ښکاري.
حقاني شبکې په ښکاره د طالبانو د کندهاري ډلې پر ضد د نجونو د زده کړو د بندیز مسله د خلکو مخې ته کړې؛ خو داسې راپورونه شته چې دغه دواړه ډلې اصلي ستونزې د واک د وېش پر سر دي.
تر دې دمخه سراج الدین حقاني هم په اشارو شارو کې د ملا هبتالله د یو شمېر پرېکړو مخالفتونه کړي او د خپل مشر پر ضد دریځ نیولی دی.
داسې راپورونه هم شته چې تازه د ارګ او کابل هوایي ډګر له امنیتي لیکو څخه هم د حقاني شبکې جنګیالي اېستل شوي دي.