د اسټرالیا د ښځو کرېکټ لوبډلې له انګلنډ د ټېسټ تاریخي لوبه وګټله او ریکارډونه یې جوړ کړل

د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د اسټرالیا د ښځ، لوبډلې له انګلنډ لوبډلې د ټېست تاریخي لوبې په ګټلو او د توپ اچونې، ویکټ اخیستلو او سلیزې وهلو سره نوي ریکارډونه جوړ کړل.
د اسټرالیا او انګلنډ د ښځینه وو لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبې پر مهال د اسټرالیا لوبډلې په درېیمه ورځ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د انابیل سدرلینډ ۱۶۳ او بیټ موني ۱۰۶ منډو په مټ ۴۴۰ منډې جوړې کړي.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د اسټرالیا توپ اچوونکو د سیالې لوبدلې په وړاندې د پام وړ توپ اچونه وکړه او دغه تاریخي لوبه یې له انګلنډ د یوې پاڼۍ او ۱۲۲ منډو په توپیر وګټله.
دې سره اسټرالیا د ښځو د ایشز لوبو کې ۱۶ د صفر په وړاندې لوبې ګټلو سره تاریخ جوړ کړ.
د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې په دغه لوبه کې د اسټرالیا یو شمېر لوبغاړو نوي ریکارډونه جوړ کړل.
د پوپ اچونې په برخه کې الاناکینګ د خپل مسلک غوره توپ اچونه نندارې ته وړاندې او د ۹۸ منډو په بدل کې یې ۹ ویکیټې واخیستې.
همدارنګه ګارډنر هم د ۳۹ منډو په بدل کې څلور ویکټې واخیستې.
د توپ وهنې په برخه کې بیا سدرلینډ ۱۶۳ او موني ۱۰۶ منډي جوړې کړې.
د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د موني لپاره دا د هغې لومړۍ ټیسټ سلیزه وه او دې سره نوموړې د اسټرالیا یوازینۍ لوبغاړې شوه چې د کرېکټ په ټولو فارمیټونو کې سلیزې وهې.
د راپورونو له مخې، د اسټرالیا د کرېکټ په تاریخ کې تردې مهاله درېیو نارینه وو، شین واټسن، ګلین میکسویل او ډیویډ وارنر د کرېکټ به ټولو فارمټونو کې سلیزې وهلې دي خو موني د اسټرالیا لومړنۍ لوبغاړې ده، چې د کرېټ په ټولو فارمټونو کې یې د سلیزو وهلو په نوملړ کې ځان شامل کړ.
د راپور له مخې، د دغې لوبې په ګتلو سره اسټرالیا د ایشز (تېسټ لوبو) پر مهال خپل کور کې په ټوله سیالۍ کې ماتې نه خوړونکې لوبډله پاتې شوه او ۱۶ نمرې یې ترلاسه کړې.