حامد کرزي په اسټرالیا کې د افغان ښځو د کرېکټ لوبډلې له بیا راپورته کېدو هرکلی وکړ

پخواني ولسمشر حامد کرزي د (سلواغې ۱۳مه) پر خپله اېکس پاڼه په اسټرالیا کې د ښځو کرېکټ لوبدلې د بیا جوړیدو په تړاو خوښي څرګنده کړې او په نړۍوالو سیالیو کې یې د دوی د بریاوو هیله څرګنده کړې ده.

د افغانستان د ښځو کرېکټ لوبډلې لوبغاړې چې د طالبانو له واکمنیدو سره سم اسټرالیا ته کډوالې شوې اوس یو ځل بیا راټولې شوي او په یاد هېواد کې یې د خپل شتون د اعلان تر څنګ سیالۍ هم پیل کړي دي.

یادې لوبډلې په جلاوطنۍ کې خپله لومړۍ سیالي د بې پولې لوبډلې سره وکړه؛ خو د اوه وېکټو په توپیر یې ترې ماتې وخوړله.

دغه لوبه د اسټرالیا هېواد په مبلورن ښار کې وه او تمریني بڼه یې درلوده.

د طالبانو تر واکمنیدو ورسته دا لومړی ځل و چې د افغانستان د ښځو لوبډلو له هېواده بهر د سیالیو ډګر ته کیوته.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی هیله څرګنده کړې چې د کرېکټ د ښځینه لوبغاړې به د خپلو نارینه ورونو لوبغاړو تر څنګ خپل هېواد ته ځانګړې بریاوې او ویاړونه راوړي.

هغه تر دې پخوا هم د کرېکټ لوبغاړو سره ځانګړې ناستې کړي او د کرېکټ سره یې د خپلې لېوالتیا یادونه کړې ده.

لا تر اوسه پورې د ښځو د کرېکټ د راتلونکو سیالیو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د راپور ورکوونکي هم د افغان ښځو د لوبډلې بیا راپورته کیدل ستایلي او طالبانو ته په اشارې یې ویلي چې د ښځو غږ به هېڅکله چوپ نه شي.

د جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د یادې لوبډلې بیا راښکاره کیدل د ښځو د بریا یوه هڅه ګڼلې وه.
تېر کال د اسټرالیا هېواد له لوري‌ د افغانستان د نارینه وو کرېکټ لوبډلې سره له دې کبله خپلې سیالۍ لغوې کړې چې ګني په هېواد کې د ښځو پر ورزش بندیزونه لګیدلي او کرېکټ بورډ د ښځو لوبډله هم نه لري.

د ورزشي چارو کاروپوهان په دې باور دي چې له ټولو ورزشونو او په ځانګړي ډول له کرېکټ سره دې نړۍوال سیاسي چلند نه کوي او په افغانستان کې اوس یوازې همدا ورزش دی چې خلکو ته یې خوشالۍ ورکړي دي.