بینېټ وایي د افغان نجونو کرېکټ طالبانو ته ښکاره پېغام ورکړ چې هغوی غلې نه کیني
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/ea7273a1b162669928bf81cd7cfba5e3ac61dc7c-678x452.jpg?rect=0,36,678,381&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې رېچارډ بینیټ د (سلواغې ۱۲مه) پر اېکس پاڼه په اسټرالیا کې د افغان ښځو د کرېکټ ملي لوبډلې څخه هرکلی کړی دی.
هغه ویلي، دا لوبډله په ښکاره توګه طالبانو ته دا پېغام ورکوي چې ښځې د خپلو حقونو لپاره غلې نه پاتې کیږي.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په وینا؛ د افغان ښځو یاده لوبډله داسې مهال په جلا وطنۍ کې د کرېکټ سیالۍ کوي چې په کور دننه د طالبانو له لوري د ښځو پر هر ډول ورزش بندیزونه لګیدلي دي. هغه زیاته کړې چې افغان مېرمنې د هېواد دننه او بهر له ورزش سره تړلې دي او هېڅوک یې مخه نه شي نیولی.
د هغه په خبره، دغو افغان مېرمنو په اسټرالیا کې د لوبې پر مهال په هرې منډه سره په ښکاره توګه دا پېغام لېږدولو چې د خپلو حقونو لپاره به غلې پاتې نه شي. د بینټ په وینا؛ افغان مېرمنې له خپلو حقونو څخه هېڅوک نه شي راګرځولی.
تېره ورځ د (سلواغې ۱۲مه) د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې د افغان کریکټ ښځینه لوبډلې او بې پولې کرېکټ لوبډلې ترمنځ سیالي وشوه. په دغه سیالۍ کې د افغان کرېکت لوبډلې په اووه ویکټو سره ماتې وخوړه.
د افغانسان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې د بیا فعالیت څخه خوښي څرګنده کړې و دا یې د ورزش په ډګر کې د ښځو ستره بریا بللې ده.
د طالبانو په واکمنیدو سره د هېواد د ښځینه وو د کرېکټ ملي لوبدلې یو شمېر غړې اسټرالیا ته کډوالې شوې او په اوسنۍ لوبډله کې هم د هغو له ډلې ځینې یې برخه لري.
د طالبانو له لوري نه یوازې د ښځو پر ورزش بندیز لګول شوی؛ بلکې په هېواد کې یې د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې هم تړلې دي.