د طالبانو امر بالمعروف وزارت د یوناما وروستی راپور بې بنسټه بللی دی
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په افغانستان کې د ښځو د حقونو او بیان ازادۍ په اړه د یوناما اندېښنې بې بنسټه یادې کړې او هغه یې په کلکه ردې کړې دي.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې دغه اندېښنې او نیوکې بې بنسټه، له حقیقته لرې او د لویدیځ لیدلوري پورې تړلې دي.
تېره ورځ یوناما د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د طالبانو د فرمانونو له امله د رسنیو په منځپانګه او چارو کې لاسوهنې د رسنیو ازادۍ ته جدي زیان رسولی دی.
یوناما په خپل راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د ناورین حد ته رسېدلی؛ ځکه طالبانو د هغوی پر زدهکړو، کار او عام ژوند سخت بندیزونه لګولي دي.
خو د خبرپاڼې له مخې، یوناما باید د ښځو د میراث حق، د جبري ودونو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د دغه وزارت لاسته راوړنې په پام کې ونیسي.
په دغې خبرپاڼه کې د محرم شرط یوازې د هغو سفرونو لپاره یاد شوی، چې واټن یې ۷۲ کیلو مټره وي او له محرم پرته دې ښځو لهخوا د توکو د پېرلو مسله یې بیا رد کړې ده.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې دغه وزارت نه یوازې دا چې د خلکو پر حقونو یې بندیزونه نه دي لګولي؛ بلکې د اسلامي اصولو او دیني ارزښتونو له مخې یې د هغوی حقونه خوندي کړي دي.
دغې خبرپاڼه کې له یوناما غوښتل شوي، چې د خلکو «دیني او فرهنګي» ارزښتونه په پام کې ونیسي او له بې ځایه نیوکو دې ډډه وکړي.