واتیکان مصنوعي ځیرکتیا « د شر سیوری» وباله

واتیکان د سه‌شنبې په ورځ پر حکومتونو غږ وکړ چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پرمختګ په ټینګه وڅاري او خبرداری یې ورکړ، چې په دې ټکنالوژۍ کې د ناسمو معلوماتو د خپرېدو له امله «د شر سیوری» موجود دی.

د مصنوعي ځیرکتیا په اړه په یوه نوي اخلاقي لاسوند کې، چې د واتیکان دوو ادارو لیکلی او پاپ فرانسیس تایید کړی، ویل شوي، « د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړې شوې جعلي رسنۍ د ټولنې بنسټونه ورو ورو کمزوري کولای شي».

د واتیکان په سند کې، چې «لرغونی او نوی» نومیږي، د کار پر بازار، روغتیا او زده کړو د مصنوعي ځیرکتیا اغېزې څېړل شوې دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، سند وايي، « په ټولو هغو ځایونو کې چې انسانان پرېکړې کوي، د شر سیوری دلته هم ځان راجوتوي».

پاپ اخلاقي چوکاټونه غواړي

واتیکان ټینګار کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا د اخلاقي ارزونې لپاره د ټکنالوژۍ د کارونې او موخو په اړه روښانه تګلارې اړینې دي.

سند خبرداری ورکوي چې د ناسمو معلوماتو خپرېدل، په ځانګړې توګه هغه چې د مصنوعي ځیرکتیا تر کنټرول یا اغېز لاندې وي، «په ټولنه کې په غیر قصدي ډول سیاسي وېش او ګډوډي ته لمن وهلای شي».

پاپ فرانسیس، چې له ۲۰۱۳کال راهیسې د ۱.۴ میلیارد کسیزې کاتولیک کلیسا مشري کوي، په وروستیو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا اړوند اخلاقي مسایلو ته پاملرنه ډېره کړې ده.

تېره اونۍ، پاپ په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډې ته په یوه پیغام کې وویل، چې مصنوعي ځیرکتیا د بشریت راتلونکي ته «جدي ګواښونه» پېښولای شي. هغه د نړۍ له سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مشرانو وغوښتل چې د دې ټکنالوژۍ د کارونې لپاره اخلاقي چوکاټونه کېږدي.

پاپ د تېرکال په جون میاشت کې په ایټالیا کې د جي اووه غونډې پر مهال هم ورته خبرداری ورکړی و. هغه وویل چې خلک باید الګورېتمونه دې ته پرې نه ږدي چې ددوی برخلیک وټاکي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې د ډیپ ‌سیک بری باید د امریکا د ټکنالوژۍ شرکتونو لپاره « د ویښتابه نښه» وي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې د ډیپ ‌سیک بری باید د امریکا د ټکنالوژۍ شرکتونو لپاره « د ویښتابه نښه» وي

د چینايي موډل بری

د واتیکان دغه سند داسې مهال خپریږي، چې د چین د نوې مصنوعي ځیرکتیا ماډل « ډيپ سیک» د امریکايي ورته کمپنیو بازارونه ګډوډ کړي دي.

د امریکا د چیپ جوړولو شرکت انویدیا ونډې د دوشنبې په ورځ ۱۷ سلنه ولوېدې او په بازار کې یې ونډه ۵۹۳ میلیارده ډالرو ته را ښکته شوه. رویټرز وايي، چې دا د تاریخ تر ټولو ستر یو ورځنی زیان دی.

ډیپ‌سیک (DeepSeek) شرکت ادعا کوي چې دا ماډل د اوسنیو شته خدماتو په پرتله لږ معلومات او کم لګښت لري، خو دغه نوي ځیرک ماډل په نړیواله کچه پام ځان ته اړولی دی.

د OpenAI اجرایه رییس سام الټمن دایو پام وړ ماډل بللی او ویې ویل، « موږ به لا غوره ماډلونه وړاندې کړو او دا رښتیا هم خوشحالوونکې ده چې یو نوی سیال راغلی».

په اسیا کې د جاپاني شرکت ایډوانټیسټ ونډې لس سلنه ټیټې شوې، د هالنډ (ASML) شرکت هم یو څه شاته لاړ، په متحده ایالاتو کې د مایکروسافټ، ګوګل مور او نورو ټکنالوژیکو شرکتونو ونډې هم کمې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې د ډیپ‌ سیک بری باید د امریکا د ټکنالوژۍ شرکتونو لپاره « د ویښتابه نښه» وي.