عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی شو
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاری لوبغاړی عظمت الله عمرزی په یو ورځنیو لوبو کې د کرېکټ نړۍوالې شورا لهخوا د ۲۰۲۴ کال غوره لوبغاړی اعلان شو. د کرېکټ نړۍوالې شورا پر اېکس پاڼه عمرزی یو «متفاوت» لوبغاړی یاد کړی دی.
عمرزي په ۲۰۲۴ کال کې ټولټال ۱۴ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې وې، چې په دې موده کې یې ۴۱۷ منډې جوړې کړې او ۱۴ ویکټې یې اخیستې وې.
د افغانستان کرېکټ بورډ هم عمرزي ته د کرېکټ نړۍوالې شورا لهخوا د غوره لوبغاړي د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.
کرېکټ بورډ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د هغه ښه فعالیت د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې په یو ورځنیو لوبو کې د افغان اتلانو د بریا لامل شوی و.
افغان کرېکټ بورډ دارنګه عمرزي ته په راتلونکې کې هم د لا بریا هیله څرګنده کړې ده.
د کرېکټ نړیوالې شورا (د سلواغې په پنځمه نېټه) د ۲۰۲۴ کال د یو ورځينو لوبو غوره لوبډله اعلان کړې وه، چې په کې درې افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر غوره شوي وو.
په دې لوبډله کې څلور سريلانکايي، درې افغان، درې پاکستاني او یو د ویسټ انډيز لوبغاړي غوره شوي وو.
دغې شورا دغه لوبغاړي په یو ورځنيو لوبو کې د ښه ځلېدو له امله ټاکلي وو.