د نړیوالتیا زهر

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

تقریباً هر افغان هرځای چې له بل سره مخ شي،نو یوه پوښتنه به یې دا وي: - چې څه به کیږي؟ ملامت نه دي. هغوی چې په وطن مېشت دي د ژوندي پاتېدا لپاره بدلون غواړي، د خپلو لوڼو او خویندو برخلیک ته یې زبون وهل شوی او له خپلو انساني حقونو محرومیت یې ژوند ورتریخ کړی.

وزګاري، لوږه او بلا نورې ربړې یې سرباری. بهرمیشتي هغه هم خپلې ستونزې لري. لویدیځ‌میشتی یې ښه مادي ژوند لري، خو لا هم په وطن پسې کړیږي او له ژورو خپګانونو څخه غواړي وطن ته وتښتي. د ګاونډمېشتو خو بیا بیخي بېړۍ غرقه ده. ټول بدلون غواړي، خو نه پوهېږي، چې بدلون څنګه راځي؟ څوک یې راولي؟ له چا یې باید تمه ولري؟

د بدلون لپاره ترهرچا لومړی د امریکا نوم یادیږي. دا هر ذهن ته رسیږي، چې امریکا دې په دنیا کې بدلونونه راولي. که څه هم بشپړ اکثریت بدلونونه یې چې راوستلي د زهرو حیثیت یې لرلی دی، وینې بهېدلي، جګړې شوي او بدې پېښې، خو ولې لاهم هرچا ته دا ذهن ته ورځي چې امریکا؟

د ټرمپ له بیا واک ته رسېدا سره ولې دومره پوښتنې راپورته کیږي، چې له افغانستان سره به څه کیږی؟

ولې ټول وارخطا دي؟

پر افغانستان واکمن مستبدین، د هغوی وسلوال فاسد تنظیمي مخالفان؟ لوستي او ان عام خلک؟ څه پېښه ده؟

البته دا فکر ګڼ مخالفان هم لري،چې ګواکې بیا دې بدلون راشي او دا بدلون دې امریکا راولي. مخالفان درې ډلې دي.

لومړۍ ډله هغوی دي، چې ګواکې امریکا ښه پېژني. د دوی استدلال دا دی، چې امریکا نوره افغانستان ته شا کړې ده او دا هېواد ورته چندان مهم نه دی، ځکه په دنیا کې تر دې نور مهم کارونه لري او خلک هسې بېځایه ورته په تمه دي.

دویمه ډله پر افغانستان د مستبدو واکمنو پلویان دي، چې امریکا ته سترګې په لار فکر ته د اشغال د بیا پیلېدا په سترګو ګوري، په بدو ادبیاتو یې غندي او هغوی ته پېغورونه ورکوي، چې امریکا ته سترګې په لاره دي او دا تمه یې خوب وخیال ګڼي. دوی لا دا باټه هم ورسره سرباری کړي، چې ګواکې امریکا دلته داسې ماتې شوې نه‌ده، چې بیا به د راتللو غلطي کوي.خو دخندا وړ خبره دا ده، چې همدا واکمن مستبدین او پلویان یې هم هغو میلیونونو ډالرو ته د «آب حیات» په سترګه ګوري چې هره اونۍ پټې وښکاره له امریکا ورته راځي، همدوی هم چې واوري ټرمپ غواړي دا پیسې بندې کړي، ولړزیږي او د خپل مستعجل و مستبد واک بنسټونه لړزېدلي وویني او ژر دا چورت وروغورځيږي، چې څه به کوي؟ چېرته به ځي؟ د بهرنیو اړیکو متفکر ماغزه یې چیغې کړي، چې « مستر ټرمپ» ښه سړی دی او ګوندې له موږ سره ښه مناسبات جوړ کړي. د بهرنیو چارو سرکار یې نور ستومانه شو، هه که د امریکا سر ورخلاص کړي، چې له دوی سره ښه مناسبات یې په ګټه دي.

د امریکا له خوا د بدلون راوستلو درېیمه ډله مخالفان ملتپال او معقول سیاستوال یا شنونکي دي، چې ښې، عقلاني او پر منطق ولاړې خبرې کوي، خو طرحې وخبرې یې ډېرې عملي نه‌دي یا ښه ده ووایو ژر عملي کېدلای نه‌شي. د عاج په برج کې ناست دغه ملتپال روښانفکران وايي:

«هېڅ پیشو د خدای لپاره موږک نه‌نیسي» او امریکا هم په خپلو ګټو پسې ده، نه افغانستان او نه هم افغانان ورته مهم دي، که ګټه یې وه د افغانانو له پرېکړې و نظر پرته هرڅه کوي او که ګټه يې نه وه افغانان دې وژل کیږي، بېوزله دې وي، له ښوونې و روزنې دې محروم وي، په دوی یې څه؟

موږ ولې باید تل امریکا ته په تمه شو؟

ولې په خپلو خلکو د باور پر بنسټ یو ملي ځواک رامنځته نه کړو او ولې وطن له دننه جوړ نه‌کړو؟ تر کله به پردیو ته په تمه یو؟ د دغې درېیمې ډلې استدلال عالمانه او سم دی، خو د اورېدونکیو ورته زړه تنګیږي، پدرانه نصحیتونه ورته ښکاري او سخت غیرعملي ورته ایسي. خلک وايي: موږ پر سره اور ناست یو، بدلون ته سترګې په لار یو، همدا نن یا سبا.

خلک وایي: موږ درې نسله پرلپسې کار و زیار و روښانیتا و ویښتیا ته په تمه پاتېدلای نه‌شو، چې خلک په خپله د ځان په ګټه یو داسې بدلون راولي، چې خپلواک ولسواک نظام جوړ کړلای شي. د خلکو بل استدلال دا دی، چې د پاکستان و ایران په شان ګاونډی او نور دښمنان مو دغه حالت ته نه‌پرېږدي او « فیل در ګِل مانده را شاه‌فیل می باید کشید!»

امریکا لکه مغروره، قاتله او بې‌پروا معشوقهپه خپلو ګڼو رنځورو عاشقانو چندان خیال نه راوړي او خرامانه خرامانه ورنه تیریږي او مستبدو واکمنو ته یې میلیونونه ډالر داسې دي، لکه عشقي رقیب ته چې یونیم سترګک ووهي. ښايي همدې عادت ته په کتو یې دغه طنزي لنډۍ ویل شوې وي، چې:

جانانه سمه امریکا یې

هم ملامت یې هم زارۍ درته کومه

په هر صورت اصلي کیسه دا ده، چې په نړیوالو بدلونونو کې د امریکا نقش دومره مهم دی، چې یوازې افغانستان نه، بلکې د نړۍ ګڼ هېوادونه یې هر سیاسي- ستراتيژیک حرکت ته بوڅ او په څو ناست دي، چې ودریږه امریکا کې څه پېښيږي؟

افغانستان خو د اوکراین له جګړې رانیولې، د منځني ختیځ، چین، روسیې، منځنۍ اسیا او ان جنوبي اسیا له پېښو سره تړلی هېواد دی، نو په لویو نړیوالو سیاستونو کې چې هربدلون راځي، خامخا به یې افغانستان هم له اغېز څخه په امن نه پاتیږي. افغانستان خو یو کمزوری او بیچاره هېواد دی، د امریکا بدلونونو ته لا اروپايي ځواکمن هېوادونه هم په اندېښنه ناست وي. د اروپايي هېوادونو تلویزیوني چینلونو د ډونالد ټرمپ د تاجپوشي ( لوړې) مراسم بشپړ او مخامخ خپرول، د هغه پر هرې وینا او هرې خبرې یې تحلیلي مکثونه کول، لوی لوی شنونکي یې کېنولي وو، چې د ټرمپ دا خبره څه مانا؟ او دا اقدام به یې په اروپا څه اغېز وکړي؟ پوښتنه رامنځته کېږي، چې په دې زورورو هېوادونو کې د امریکا دومره نفوذ او اغېز څه مانا؟

اروپایان ښه پوهیږي، چې د اوکراین جګړه د دوی جګړه نه ده او له تاوان پرته یې هېڅ ګټه نه‌شته، خو بیا هم سلګونه میلیونه ډالر(!) پکې لګوي او له روسیې سره په ډغرو کې یې هم د خپل اقتصاد بېخ و اېست او هم یې اوکراین له اده باده خلاص کړ.دا ولې؟

په اروپايي هېوادونو کې کیڼ‌اړخي سیاستوال او عام خلک پوښتي، چې دا د امریکا جګړه ده، موږ ولې پکې ښکېل یو؟

په سوریه کې څه پېښيږي؟ د سوریې جګړه او بدلونونه د امریکا په خوښه روان دي. عراق، ایران او د افریقا شمال و ګڼ عربي هېوادونه د امریکا د بدلونونو هر ویښته څاري او هرې اشارې سره یې خپل برخلیک تړلی بولي. ایا دا له ځانه د پردیتوب، پرځان نه باور او په پانګواله امریکا بېځایه تکیه ده، که له نړیوالو پېښو سره ریالیستیک چلند؟

هغوی چې امریکا پېژني او د همدې پېژندنې له مخې وايي: افغانستان ورته مهم نه دی، باید افغانان پخپله خپل غم وخوري.کله یې چې وپوښتې : که داسې ده نو ولې یې هره اونۍ میلیونونه ډالر خپلو دښمنانو (؟!) ته راروان کړي دي؟ایا ریښتیا د مستبدو واکمنو په ژبه « ماته شوې او ړنګه شوې امریکا اوس له ډاره اسلامي امارت ته جزیه ورکوي» ؟ ولې د واکمنو له ۹۹٪ مخالفت او شکایتونو سره سره له یوه ناڅرګنده ادرس څخه د نجونو ښوونځي تړلي دي؟ بیا نو دغه امریکاپېژندونکي هم حیران شي او ځواب نه‌لري.

د امریکا پېژندل شوی ځان‌بللی «استازی» او د دوحې د کرغېړن تړون نوښت‌ګر، پرته له دې چې کوم رسمي مکلفیت ولري، لا هم له خپل سفري بکس سره په هوایی ډګرونو کې راڅرګندیږي، واکمنو ته نصیحتونه کوي او کله یې له ایران سره کار وي او کله هم له پاکستان و عمران خان سره. په منځ منځ کې نارې کړي، چې:

- « د افغانستان وروستی فصل لا کښل شوی نه دی او امریکا چې څه کرلي لا یې رېبلي نه دي»

دا فصل کوم فصل دی؟ او څه به لا رېبل کیږي و کرل کیږي؟

د ټرمپ له لوړې سره سم د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ولې وارخطا دی او دا ګڼي، چې امریکا به یو ځل بیا په افغانستان کې د خپل محدود (!) پوځي حضور لپاره هڅه کوي او دا د روسیې لپاره مهمه خبره ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ولې کابل ته راروان دی؟ پاکستان ولې په قبایلي سیمو کې اور بل کړی او د دنیا ترهګرې ډلې ورته په شوق راروانې دي، چې دلته بیا د ځان لپاره ځالې جوړې کړي؟ القاعده له نویو حالاتو څنګه الفایده پورته کوي او داعش ورځ تر بلې چاغیږي؟ د کورمې و پاړه چنار د سني و شیعه پښتنو جګړې ولې زیاتیږي او په ټوله پښتون مېشته سیمه کې د دې پېچلیو او خونړیو جګړو لګښتونه څوک ورکوي؟ ایا ریښتیا امریکا له سیمې و افغانستان څخه لاس اخیستی دی؟

کیسه دا ده، چې نړیوال سیاست، اقتصاد او امنیت په چټکۍ سره د نړیوالتیا Globalization په کړۍ کې راڅرخي، هماغسې چې د دنیا له هرګوټ څخه تاسو خپل یو خواخوږی په څو ثانیو کې اورئ او مخامخ یې په سکرین وینئ، هماغسې چې د څو ډيجیټلي نومرو په کېکاږلو په چین کې ځان ته جامې اخلئ او څو ورځې وروسته مو د کور مخ ته رارسیږي، هماغسې چې په اندونیزیاو مالیزیا و سینګاپور کې کار کوئ، خو ناست په کوم عربي هېواد کې یاست، همدغسې د نړۍ سیاسي، اقتصادي و امنیتي پېښې ستاسو برخلیک ټاکي.د اوکراین جګړې ته امریکا بېړه لرله، د دوحې تړون یې وکړ،افغانستان یې یوې مستبدې ډلې ته وروسپاره او اته میلیونه افغانان یې له هېواده تبعید کړل،د دې پېښو اړیکه یوازې د نړیوالتیا همدغه زمانه له عقل سره جوړولای شي او بس.

نړیوالتیا د ننني انسان لپاره ډېرې ګټې لري. په دې کې شک نه‌شته او ښايي د ګټو د بیانولو لپاره یې کتاب کتاب خبرې وشي، خو زهرجن تاوانونه یې هم کم نه‌دي. په ټولنیزو اړیکو ښکلی انسان یې له ډیجیټل مخاطبانو سره دومره ښکیل کړ، چې خپلوان خو لا څه چې پلار و مور و زوی و خور و ورور هم د « های و بای» اړیکه لا سره پاللی نه‌شي. انسانان یې په دردناکه توګه په خپل بانکي اکاونټ او هوښیار تیلیفون پورې تړلي دي. په سیاست کې هم داسې رواني Psychological لوبې روانې دي، چې د ټولې دنیا پېښې له امریکا سره تړل کیږي. دا یو ډول سیاسي - رواني اعتیاد دی. که د چا د څپلۍ بند وشکیږي، هم باید امریکا وښکنځي او که څوک وغواړي خپل بچي ته نوې څپلۍ واخلي هم یوځل سهار د امریکا په اړه خبرونه اوري، چې په دنیا کې څه روان دي؟ او ایا دغو پېښو به د ماشومانو د څپلیو په قیمت اغېز کړی وي که نه؟

د دغه زهرجن اعتیاد مخالفان یې په مخالفت کې هراړخیز استدلال کولای شي، خو که یې وپوښتې څنګه ځان ترې خلاص کړو؟بیا نو لاره درښوولای نه‌شي.

دنیا دېخوا ته روانه ده، چې خلک دې ښايي په هرڅه کې له ChatGPT څخه پوښتنې وکړي. یو تخنیکپوه ملګري راته ویل: د مصنوعي هوښیارۍ یو ماشین په طنزي بڼه ویلي و، له ChatGPT څخه یوه جالبه پوښتنه دا وه، چې: « څنګه کولای شم، خپله مروره مېرمن راپخلا کړم؟» او په زړه پورې خو یې دا وه چې دا پوښتنه زرګونه کسانو کړې وه.

له داسې څه سره نړیواله روږدتیا – له خپلو ټولو ګټو سره سره – دنیا کومې خوا ته بیایي؟ په تېره بیا دې ته په پام، چې د دې ټولې تکنولوژۍ مورینه او اصلي سرچینه د امریکا په لاس کې ده؟

نن سبا چې هرافغان بل افغان وپوښتي: څه به پېښیږي؟نو هغه معقول ځواب یې دا دی، چې په موږ چې هرڅه کیږي له بهره کیږي، خو علاج او حللاره یې کورنۍ او افغاني ده، باید سره یو شو.

مقابل لوری خامخا ورته وایي:

خو که څوک مو پرېږدي، لا هم نیابتي جګړې په نړۍ کې د زبرځواکونو ترمنځ د سیالیو، دښمنیو او مخالفتونو اصلي وسیلې دي او موږ د نیابتي جګړو سرچینه یو.

ټرمپ ویلي:

امریکا به نوره په جګړو کې ښکېله نه شي! ریښتیا یې ویل: ځکه ترهغو چې نیابتي ډلې ټپلې – خبرې یا ناخبرې – د امریکا د ګټو لپاره جنګیږي یا جنګول کیږي، تر هغو به امریکا دې ته اړتیا ونه‌لري، چې مخامخ په نورو نړیوالو جګړو کې ښکېل شي.

په دې منځ کې موږ چېرته یو؟ څومره هوښیار یو؟ څومره له هرڅه خبر یو؟ څومره د خپل برخلیک د بدلون لپاره په ملي یووالي او ګډه اراده سنبال یو؟ او د خپل حالت د بدلون لپاره څه کولای شو او څه نه؟ د دغو پوښتنو ځوابول یو ملي بنډار (دیسکورس = ګفتمان ) غواړي. څوک به یې راپیل کړي؟ څه وخت؟ دا هرڅه باید ځواب شي.