پر افغانستان او سیمې د ټرمپ د سیاستونو اغیزې
د جنورۍ پر ۲۰مه په واشنګټن کې د ولسمشر په توګه د تحلیف له مراسمو وروسته ډونالډ ټرمپ خپلې داخلي او بهرنۍ پالیسۍ اعلان کړې او سمدستي یې کارونه پیل کړل. ټرمپ د ولسمشر په توګه د دندې پیلولو سره چې کوم اجرایوی اوامر صادر کړل، له هغو یو هم امریکا ته له بهره د مهاجرت پروسو ځنډول دي.
دغه اجرایوي امر د لسو زرو نه زیاتو هغو افغانانو امریکا ته د تګ مخه ونیوله چې د مهاجرت ټول حقوقي کارونه یې خلاص شوي وو. په دوی کې ۱۶سوه داسې کسان هم وو چې د سفر لپاره یې د الوتکو ټکټونه هم اخستي وو. په دوی کې زیاتره داسې خلک دي چې له خپلو کورنیو سره د یو ځاې کیدو لپاره امریکا ته درومي او له دوی سره پخوا د امریکا حکومتونو د مهاجرت ژمنې کړې وې.
شان وان ډایور، چې امریکا کې د افغانانو د میشته کیدو د کمپاین موسس دی په یوه مرکه کې ویره څرګنده کړې ده چې د دغه تصمیم په نتیجه کې به د هغو زرګونو افغانانو ژوند په خطر کې ولویږي چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره دندې ترسره کړې وې.
د افغانانو د راوستلو کمپاین له خوا په یوه مطبوعاتي بیان کې ویل شوي دي چې دا تصمیم به په نړیواله کچه د امریکا پر زعامت باور ته زیان ورسوي او په راتلونکي کې به له امریکا سره د لاس یو کوونکو زړونه ټکني کړي.
پیسې د وسلو په بدل کې
ولسمشر ټرمپ دا اعلان هم وکړ چې امریکا به په راتلونکې کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته ډالر په دې شرط ورکوي چې هغوی هغه وسله امریکا ته بیرته ورکړي کومه چې په ۲۰۲۱ کې له افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وتلو په وخت کې پاتې شوې وه.
په ۲۰۲۲ کې د امریکا د دفاع وزارت له یوه رپوټ سره سم له افغانستان څخه د امریکايي پوځ د عودت په وخت هلته د پاتې کیدونکې وسلې ارزښت اووه میلیارده ډالره وو. اوس اولسمشر ټرمپ وايي چې د امریکا له خوا له افغانستان سره مالي کومک به د امریکايي وسلو له راستنیدو سره مشروط وي.
که څه هم ولسمشر ټرمپ په دې باره کې زیات جزئیات نه دي ښکاره کړي، خو شنونکي وايي چې ټرمپ د ولسمشر بایډن د حکومت له خوا په ۲۰۲۱ کې د امریکايي پوځونو د راایستلو په انتظام او له هغه وروسته په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته د میلیاردونو ډالرو د ورکولو پالیسۍ انتقاد لري او هغه دغه پالیسي له سره ترتیبول غواړي، خو د نوې پالیسۍ تفصیل تر اوسه جوت شوی نه دی.
څیړونکي دا هم وايي چې په افغانستان کې د امریکا د پاتې وسلو د راستنولو مساله خورا پیچیده او جنجالمنه ده ځکه چې دغه وسلې طالبانو پر خپلو ځواکونو سربېره نورو وسله والو ډلو ته هم ډالۍ کړې دي او یا یې پر هغوی پلورلې دي.
د پاکستان حکومت څو څو واره ویلي دي چې تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي ) او بلوڅ جنګیالي دغه امریکایۍ وسلې پاکستان کې په خپلو بریدونو کې کاروي، نو ایا اوس به د دغو وسلو بیرته راټولول ممکن وي ؟ او که ممکن نه وي نو بیا به د امریکا عکس العمل څه وي؟ د دې پوښتنو ځوابونه به د وخت په تیریدو سره جوتیږي.
چین، روسیه او طالبان
پر دې سربیره له چین او روسیې سره د ولسمشر ټرمپ د حکومت د مناسباتو نوعیت به هم د امریکا او افغانستان په مناسباتو بې اغیزې نه وي.
د مثال په توګه که د امریکا او چین تر مینځ تجارتي جنګونه زور بیامومي، نو په هغه صورت کې به ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د چین سرمایه ګزارۍ د مخنیوي لپاره خپل پوره وس وکړي او په دې موخه به پر طالبانو فشار راولي.
دا خبره د یادونې وړ ده چې د افغانستان له ستراتیژکې جغرافیا سره سره د دغه هیواد په طبیعي زیرمو هم د ابرقدرتونو او د ګاونډیو هیوادونو نظر دی او هر څوک هغه په ارزانه بیه تر خپل انحصار لاندې راوستل غواړي.
البته که د امریکا او چین مناسبات زیات خړ پړ نه شي او په دوی کې څه نه څه مفاهمت وجود ولري نو د دې په نتیحه کې به په یوریشیا کې یو نسبي ثبات مینځ ته راشي، چې د دغې سیمې له نورو هیوادونو سره سره به د افغانستان په ګټه هم واوسي. همداراز که د اوکراین جنګ بند شي او د امریکا او روس تر مینځ شخړې کمې یا ختمې شي نو دغه پرمختګ به هم د ټولې یوریشیا د ثبات لپاره مثبت عامل اووسي او افغانستان به هم ترې ګټه پورته کړای شي.
ټرمپ؛ ایران او پاکستان
ایران د افغانستان نږدې ګاونډی هیواد دی. په خپل تیر حکومت کې هم ولسمشر ټرمپ پر ایران فشار سوا کړی و. له ایران سره یې د اتومي وسلو په تړاو تړون ختم کړی و او په ایران یې کلک اقتصادي او مالي بندیزونه لګولي وو. د کال ۲۰۲۰ د جنورۍ په میاشت کې امریکا د ایران یو مشهور جنرال قاسم سلیماني په عراق کې د ډرون په برید کې وژلی و.
پوښتنه دا ده چې دا ځل به دټرمپ په حکومت کې د امریکا او ایران مناسبات په داسې حال کې کوم شکل غوره کوي چې لږه موده وړاندې د اسراییل او ایران له خوا په یوه بل پوځي بریدونه شوي او ویل کیږي چې ایران د اتوم بم جوړولو پروژه په مخ بیولې ده ؟ که څه هم افغانستان به د امریکا او ایران په شخړه کې نیغ په نیغه کوم نقش ونه لري خو بیا هم که د ایران او امریکا ترمینځ پوځي ټکر کیږي نو هغه به د جوخت ګاونډي هیواد په توګه افغانستان لپاره بې اغیزې نه وي.
د پاکستان اوسنی حکومت په دوو وجوهاتو په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ د حکومت په راتلو وارخطا دی.
لومړۍ وجه د پاکستان له دودیز حریف هند او د دغه هیواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د ټرمپ تاوده مناسبات دي. د پاکستان حکومت په دې خبره خورا زړه بدی و چې د ولسمشر ټرمپ د تحلیف په مراسمو کې هند ته په رسمي توګه بلنه ورکړل شوې وه او د هند د بهرنیو چارو وزیر ته په مراسمو کې ټرمپ ته مخامخ څوکۍ کې ځای ورکړل شول و. د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر خپله لومړنۍ لیدنه د هند د بهرنیو چارو وزیر سره وکړه خو د پاکستان حکومت کې هیچا ته په مراسمو کې د ګډون رسمي بلنه نه وه راغلې.
د پاکستان یو سیاستمدار بلاول بوټو زرداري او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ټرمپ له لوړې وروسته د خوښۍ په غونډو کې په شخصي توګه په پیسو د ټکټ په اخستلو ګډون وکړ خو د امریکا د نوي حکومت له هیڅ یوه غړي سره یې لیدنه ونه کړای شوه. د پاکستان حکومت بل په دې یریږي، چې په زندان کې ناست پخوانی لومړی وزیر عمران خان په امریکا کې پیاوړې لابي لري او دوی له دې امکان نه ویره لري چې د دغو لابي ګرانو د زیار په نتیجه کې به د ولسمشر ټرمپ حکومت پر پاکستان فشار واچوي چې عمران خان له زندان نه خوشی کړي.