د هند کانګرس: خان عبدالغفار خان د هندو-مسلمان یووالي ته ژمن شخصیت و
د هندوستان کانګرس فخر افغان خان عبدالغفار خان د ۳۷ تلین په مناسبت نوموړی یو لوی شخصت یاد کړی او ویلي یې دي، چې د هغه کړنې د دوی لپاره د لارښوونې رڼا پاتې ده.
کانګرس په خپل اېکس کې خپاره کړي:« موږ خان عبدالغفار خان ته چې د 'سرحد ګانډي' په نوم مشهور دی، درناوی کوو. د هند د ازادۍ په مبارزه کې یو لوړ شخصیت، هغه د عدم تشدد او هندو- مسلمان یووالي لپاره د هغه د نه ماتېدونکي ژمنې لپاره په پراخه کچه یادېږي، کوم چې زموږ ټولو لپاره د لارښوونې رڼا پاتې ده.»
د هند کانګرس په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي، چې د جنوري ۲۰ نېټه د خان عبدالغفار خان د تلین له ورځې سره برابره ده.
په دې ورځ په پېښور کې د عوامي نشنل ګوند په دفتر باچا خان مرکز کې هم یو لړ مراسم نیولی شوي وو.
د دغه ګوند مشر ایمل ولي خان په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د عوامي نشنل پارټۍ تر سيوري لاندې د فخر افغان باچا خان د ۳۷م تلين او د قایداعظم خان عبدالولي خان د ۱۹م تلين په مناسبت د پرانېستې دستورې په مهال مرکزي صدر ایمل ولي خان په خپلو شعبو کې د غوره کارکردګۍ په سر بېلابېلږ کسانو ته ايوارډونه ورکوي».
د عبدالغفار خان د تلین په مناسبت په شوشیل میډیا هم زیاتو کاروونکو خپل نظریات خپاره کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي حنیف پښتين لیکلي:« نن د عدم تشدد د لارې د یو ستر مبارز، د پښتنو د نجونو او هلکانو د زده کړو ستر پلوی او د پښتنو د یوه خیرخوا مشر فخر افغان باچا خان بابا اووه دېرشم تلین دی».
پښتین زیاته کړې، چې باچا خان خپل ټول ژوند پښتون قام ته وقف کړی وو او د ژوند تر پایه د پښتنو په کورونو، جوماتونو، کلیو او کوڅو کې وګرځېد.
یاده دې وي، چې له نن څخه ۳۷ کاله وړاندې د ۱۹۸۸ د جنورۍ په شلمه د خدايي خدمتګارانو د تحریک مشر فخر افغان خان عبدالغفار خان د ۹۷ کلونو په عمر ومړ.
خان عبدالغفار خان چې په باچا خان فخر افغان هم پېژندل کېږي د شلمې پېړۍ د عدم تشدد بنسټګر او سرلاری مبارز و، چې په خپلې مبارزه کې يې ډېرې سختۍ وزغملې، خو له خپلې غوره کړې لارې يو قدم هم شاته نه شو.