د واخان دهلیز د زیاتېدونکي اهمیت عوامل څه دي؟

افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

په سیمه ییزو او نړیوالو مطبوعاتو کې نن سبا د افغانستان په بدخشان کې د واخان دهلیز یا کورادور په باره کې ډول ډول خبرونه نشریږي او ادعاوې کیږي. دا یوه تنګه پټاره ده چې د بدخشان د اشکاشم نه ۳۵۰ کیلومتره شرق ته وخجیر درې ته غځیدلې ده.

د وخجیر درې بلې غاړې ته د چین د ژنجیانګ ایغور د خودمختارې سیمې تاشقرغان ولسوالي پرته ده.

دلته د افغانستان او د چین د مرز اوږدوالی ۹۲کیلومتره دی.

دا سیمه د ۱۷۶۳ کال نه په رسمي توګه د افغانستان برخه پاتې شوې ده. البته د دې اوسنۍ جغرافیا شکل په ۱۸۹۳ کې د ډیورنډ د کرغیړنې استعماري کرښې په نتیجه کې جوړ شوی او یوه برخه یې په هغه وخت کې په هند اشغال لرونکي بریتانوي استعمار نیولې وه.

په شمال کې واخان دهلیز د تاجکستان د ګورنو بدخشان سیمې سره لګي او جنوب کې واخان د پښتونخوا له چترال سره او د پاکستان د کنټرول لاندې د کشمیر د پخواني ریاست د ګلګت-بلتستان سیمې سره په جغرافیايي توګه لګیدلی دی او همدارنګه د هند د کنترول لاندې کشمیر هم دې سره جوخت پروت دی.

د سیندونو سرچینه

له واخان پنج او پامیر سیندونه سرچینه اخلي او بیا امو ترې جوړېږي
له واخان پنج او پامیر سیندونه سرچینه اخلي او بیا امو ترې جوړېږي

د پنج او د پامیر سیندونه له واخان دهلیز نه سرچینه اخلي او بیا وړاندې د د دغو دواړو سیندونو په یو ځاې کیدو سره د امو سیند جوړیږي.

په واخان دهلیز کې د اوسیدونکو شمیر تر شلو زرو کسانو شاوخوا اټکل شوی او په دوی کې د پامیري، واخي او کرغیز ژبې ویونکي ګډون لري.

د قراقرم، همالیه او هندوکش غرونه د واخان دهلیز نه چاپیره دي، ځکه دې ځای ته د نړۍ بام هم ویل کیږي.

د خپلې سختې یخې هوا او مشکلې غرنۍ جغرافیا په وجه په تیرو څو لسیزو کې د افغانستان سیاسي اړی ګړی او جنګونو په دې سیمه څه خاص اغیز کړی نه و، خو دا وار په ځانګړو وجوهاتو د داخلي او خارجي سیاسي لوبغاړو پام واخان دهلیز ته اوښتی، چې پرې ځان پوهول اړین دي.

د واخان لرغونی تاریخ

له واخان که اوس د عصري سړک تېرېدو پلانونه دي، پخوا ترې ورېښمو لار تېره وه.
له واخان که اوس د عصري سړک تېرېدو پلانونه دي، پخوا ترې ورېښمو لار تېره وه.

واخان دهلیز او د بدخشان دغه ټوله سیمه لرغونی تاریخ لري. دا د وریښمو د تجارتي لارې یو مهم تم ځای و، چې چینايي تاجرانو ته یې د هند د نیمه وچې، غربي اسیا او د مرکزي اسیا سره د تجارت لنډه لاره تشکیلوله.

اوس هم دغه دهلیز چین ته د جنوبي اسیا او د مرکزي اسیا تر مارکیټونو رسیدلولپاره غټ پوټنشیال لري او که دا وویل شي نو غلطه خبره به نه وي، چې د واخان دهلیز د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلوونکي پل حیثیت لري، چې د اسیا او اروپا تر منځه د ځمکني لوی پل لپاره د وړومبي ګام کار کولی شي.

د دغې سیمې په اهمیت د پوهیدلو لپاره د دې په یوه بل اړخ نظر اچول اړین دي او هغه په تیرو څو لسیزو کې په نړۍ کې د نوي اقتصادي زبرځواک په توګه اوڅارېدونکي قدرتمن هیواد چین د اقتصادي رشد پروسې ته کتل دي.

په ۱۹۷۸میلادي کال کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو نه وروسته د شلمې پیړۍ تر پای او د یوویشتمې پیړۍ په اولو کې د چین د ټولنیز او اقتصادي رشد مرکزونه د دغه هیواد په شرق کې و، چې بیجنګ، شانګهای او ګوان ډونګ غوندې ښاري مرکزونو پکې زیات څرګند حیثیت درلود.

د دغو شرقي مرکزونو زیاتره اقتصادي ورکړه راکړه د شرقي اسیا له هیوادونو سره وه، خو په یوویشتمه پیړۍ کې چین د خپلو غربي ایالتونو لکه ژنجیانګ، قنګهای ، ګینسو او شانګسې غوندې سیمو ترقۍ ته خاصه پاملرنه وکړه.

دې سره چین په کال ۲۰۱۳کې خپل د جادې او کمربند ابتکار (BRI ) اعلان کړ، چې په دې کې له اسیا او اروپا سره سره د نړۍ د مختلفو برخو د وچو او بحري لارو په وسیله د تجارت او اقتصادي همکارۍ لپاره د وصل پراخه برنامه رابرسیره شوله.

د چین او پاکستان تر منځه د قراقرم د غرونو له لارې اقتصادي همکارۍ دهلیز ( CPEC ) د دغې برنامې مهمه پروژه ده، چې چین د بحرهند او غربي اسیا سره وصلوي.

د دې سره د واخان د دهلیز د پوټنشیال اهمیت لا زیات رابرسیره شو، ځکه چې دغه دهلیز د بي ار ای د پراخولو په لار کې مهم نقش لوبولی شي.

دلته څلور هیوادونه یعنې افغانستان، چین ، تاجکستان او پاکستان د یو بل سر ه جوخت دي او که د سیمې د هیوادونو تر منځه اړیکې نورمال شي، نو هند هم د واخان له لارې په اقتصادي همکارۍ کې برخه اخستلی شي.

د اقتصادي پوټنشال نه علاوه واخان دهلیز غټ جیو پولیتیک اهمیت هم لري. په افغانستان کې د ابر قدرتونو په منځ کې د هژمونستي شخړو په نتیجه کې زیږیدونکې اړۍ ګړۍ د چین د اقتصادي پراختیا په برنامه کې خنډ اچولی شي.

په دې لحاظ لکه چې د پخواني شوروي اتحاد او غرب تر منځه پخواني سوړ جنګ کې د خیبر او کوژکدرو او د سالنکونو د لارې کوم اهمیت لاره اوس د چین او امریکا تر منځ په نوي سوړ جنګ کې د واخان دهلیز او دې ته ورڅیرمه سیمې هم هغسې ځانګړی جیو پولیتیک اهمیت لري.

دا خبره هم باید له یاده ونه باسو چې د واخان نه چاپیره زیاتره نفوس مسلمانان دي. په پاکستان او افغانستان کې افراطي مذهبی جنګي ډلې د غربي چین او د مرکزي اسیا د بې ثباته کولو لپاره په افغانستان کې له زړو جګړو لاس ته راوړو تجربو نه استفاده کولی شي.

له طالبانو د پاکستان هیله

طالبان غواړي له واخان له چین سره تجارت ولري
طالبان غواړي له واخان له چین سره تجارت ولري

د پاکستان پنجابي جنرالانو د واخان په دهلیز د ډیر وخته نه نظر لرلی او په افغانستان کې یې د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته د هغوی نه دا غوښتنه کړې، چې د واخان دهلیز یوه برخه دې پاکستان تهپه رسمي توګه په کرایه (Lease ) ورکړي، چې پاکستان له تاجکستان سرهاو له دغې لارې مرکزي اسیا سره نیغ په نیغه تجارت وکړي.

پاکستاني جنرالان فکر کوي چې هغوی له طالبانو سره په تیرو لسیزو کې کومه مرسته کړی ده اوس باید طالبان د هغو ښیګړو په بدل کې د تجارت دغه ستراتیجکه لاره پاکستان ته وسپاري.

که څه هم د افغانستان د اولسونو د سخت منفي عکس العمل له ویرې طالبانو دا کار نه دی کړی، خو دا نکته تر اوسه د پاکستان په ستراتیجیکه اجنډا کې موجوده ده، مګر پاکستان ته ورپیښه ګرانه مسله دا ده چې هغه به د چین او امریکا تر منځه په نوي سوړ جنګ کې کومې خوا ته ودریږي، ځکه چې یو خوا ډانګ دی او بل خوا پړانګ.