پیښور کې د پوځ په مشرۍ سیاسي غونډې څه موخې درلودې؟
د دیسمبر په دیارلسمه د پاکستان پوځ پیښور کې د ځینې سیاسي ګوندونو د مشرانو یوه غونډه رابللې وه. په دې غونډه کې د تحریک انصاف، مسلم لیګ، پیپلز پارټۍ، جمیعت العلمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، جماعت اسلامي، قومي وطن ګوند او د ځینی نورو ګوندونو مشرانو ګډون کړی و.
د دوی خبرو اترو څلور ساعته ادامه وکړه. د تحریک انصاف غړي او د پښتونخوا د ایالتي حکومت سر وزیر علی امین ګنډه پور او د پیپلز ګوند له خوا د ایالت ګورنر فیصل کریم کنډي د خپلو ګوندونو نمائندګی وکړه.
د داخله چارو وزیر محسن نقوي هم په غونډه کې موجود و، عجبه خبره دا وه چې د سیاسي ګوندونو دغه غونډه پوځ رابللې وه او د دې ریاست هم د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر په داسې حال کې وکړ، چې د حفظ مراتب او دولتي پروتوکول له مخې له ده لوړ رتبه رجالو ( د داخله چارو وزیر ، د پښتونخوا د ایالت وړومبی وزیر او ګورنر، د پارلیمان غړو) هم په دغه غونډه کې ګډون درلود.
سیاسي کتونکو او مستقلو ژورنالستانو په دې خبره حیرانتیا څرګنده کړه چې پوځ د سیاسی ګوندونو غونډې څنګې راغواړي او اداره کوي؟ هغوی دا کار پاکستان کې د جنرالواکۍ یوه بله بیلګه وبلله.
د نوي میلادی کال ۲۰۲۵په لومړیو ورځو کې د جنرال عاصم منیر د پښتونخوا سفر په داسې حال کې وشو چې په ۲۰۲۴کال کې په دغه ایالت کې ترهګري په دراماتیکه توګه زیاته شوې ده.
په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټيټیوټ د کلني راپور له مخې په ۲۰۲۴کې د تیر شوي کال یعنې د ۲۰۲۳په پرتله په پاکستان کې په ترهګریز بریدونو کې ۷۰فیصده زیاتوالی راغلې دی، په دې کې بیا زیاتره بریدونه په پښتونخوا او په بلوچستان کې شوي دي.
پښتونخوا کې د جنګ اور د ایالت په جنوبي ضلعو، د کوهاټ نه تر ډیره اسماعیل خان او د پخوانۍ فاټا ضلعو کې زیات خور شوی او زیاتره د پوځ، پولیسو او سرحدی قواوو غړي د بریدونو هدف ګرځیدلي، خو کومه خبره چې د پوځ د جنرالانو د زیات تشویش سبب ګرځیدلې ده هغه په تیرو دوو کلونو کې د پښتونخوا د اولسونو هغه مظاهرې او پرلتونه دي په کومو کې چې ځايي خلکو د ترهګرۍ د غندنې سره سره د پوځي عملیاتو مخالفت هم کړی دی.
د ولس وړومبی دلیل دا دی چې په تیرو اتلسو کلونو کې د ترهګرۍ په ضد د تش په نوم جنګ په جریان کې د ګڼ شمیر جګړو او عملیاتو په نتیجه کې عامو خلکو زیاته مرګ ژوبله او تاوان لیدلی، خو ترهګري د کمیدو په ځای زیاته شوې ده.
دویم دلیل دا دی چې په پښتونخوا کې په تیرو پنځه څلویښت کلونو کې د جګړو اصلي علت د پاکستاني جرنیلانو له خوا د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه او د زبرځواکونو په هژمونیستي شخړو کې ګډون دی.
د دغې پالیسۍ اساس هغه جنګی اقتصاد دی چې په تیرو پنځو لسیزو کې منځ ته راغلی او د ډیورانډ د کرښې دواړو خواوو ته جنګ سالاران ترې ګټه پورته کوي، چې د پاکستان دغې پالیسۍ تغیر نه وي کړې تر هغه وخته به افغان/پښتون د جنګ په اور کې سوځي.
که څه هم پوځیانو د پیښور خبرو ته د پي ټي ایم ، این ډي ایم او د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند غوندې نور هغه سازمانونه نه وو بللي،چې د جنرالواکۍ په سیاستونو کلکې نیوکې کوي، خو بیا هم په غونډه کې د موجودو سیاسي ګوندونو مشرانو جنرال عاصم منیر ته وویل چې د پښتونخوا ولسونه د داسې پوځي عملیاتو خلاف دي چې دوی په کې د پخوا غوندې یو ځل بیا بې کوره شي او کورونه او کاروبارونه یې تباه او برباد شي.
سیاسي مشرانو بله خبره جنرالانو ته دا وکړه چې پاکستان باید له افغانستان سره د جنګ نه ډډه وکړي ځکه چې جنګ نه یوازې د هیڅ مسلې حل نه دی، خو هغه نوې مسلې هم زیږوي.
د سیاسي ګوندونو دغه موضع ګیري د هغه ولسي فشار نتیجه دهچې په تیرو دوو کلونو کې په پراخه کچه رابرسیره شوی. جنرال عاصم منیر غونډې ته وویل چې پوځ به د عام او تام پوځي عملیاتو پر ځای د استخباراتي اطلاعاتو په اساس محدود عملیات کوي.
هغه وویل چې له افغانستان سره د دوی یوازنۍ شخړه د طالبانو له خوا ټي ټي پي ته پټ ځایونه ورکول دي.
پاکستاني جنرالانو ته د دغې سیاسي غونډې رابللو اړتیا ځکه پیښه شوه چې د پښتونخوا په ګوټ کې د پوځ د پالیسیو په ضد پراخې خود جوشه مظاهرې وشوې.
پوځ ولې سیاسي غونډه وکړه؟
په بنو او لکی مروت کې خو لکونو خلکو دا غوښتنه هم وکړه چې پوځ دې د هغوی د سیمو نه ووځي ، ځکه چې پوځ دغو سیمو ته ترهګر راوستي. د تیر کال د اکتوبر دمیاشتې په یولسمه، دولسمه او دیارلسمه د پی ټی ایم له خوا رابلل شوې د پښتنو قامی جرګه کې هم د پوځ او ټي ټي پي دواړو نه غوښتنه شوې وه، چې په دوه میاشتو کې د پښتونخوا نه ووځي.
د تیر کالدسمبر میاشت کې د پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ یو پریکړه تصویب کړی وه چې پکې په پښتونخوا کې د نویو پوځي عملیاتو مخالفت شوی.
دې ټولو پرمختګونو سره دا خبره په ډاګه شوې ده چې په پښتونخوا کې د پاکستان د جنرالواکۍ سیاستونه د تجرید او انزوا سره مخامخ شوي او ولسونه یې په کلکه مخالف دي.
د پوځ له خوا پیښور کې د دغې سیاسي غونډې د رابللو اساسي موخه دا ښکاره کول وو چې په پښتونخوا کې د پوځ عملیات د سیاسي تائید او پشتیبانۍ نه محرومه نه دي او سیاسي ګوندونه د پوځ د تصمیمونو مرسته کوي.
دا هم عجیبه خبره ده چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د دفاع وزیر خواجه اصف غونډې ته رابلل شوي نه وو.
د دغې غونډې نه پس د پوځ اعلامیه کې ادعا شوی وه، چې ګویا ټولو سیاسي ګوندونو د پوځ د پالیسیو مرسته وکړه، خو په غونډه کې ګډونوالو بعضي سیاسي ګوندونو میډیا سره خبرو کې وویل چې هغوی د نویو پوځي عملیاتو مرسته نه کوي.
د دې نه هم مهمه خبره دا ده چې پښتونخوا کې جنګ روان دی. د کورمې د مسایلو په باره کې د سرکاري جرګې د تصمیمونو باوجود حکومتد پاړا چنار او پاس کورمې د محاصرې او بندیزونو په پاې ته رسولو کې تر اوسه پاتې راغلی دی.
د دغو واقیعتونو په رڼا کې دا ویل غلط نه دي چې د پیښور سیاسي غونډه یوه داسې نمایشي پیښه وه، چې د پښتونخوا د بحراني اوضاعو باندې به کومه مثبته اغیزه نه ولري.