د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د کرېکټ ستوری چې په ۱۴ کاله بند محکوم شو څوک دی؟

د پاکستان پخواني کرېکټ ستوري او لومړي وزیر عمران خان ته د ځمکې د فساد په قضیه کې د ۱۴ کلونو بند سزا ور کول شوه. دا د نوموړي د ژوند د لوړو ژورو په لړ کې وروستۍ ده، چې له تیر یو نیم کال راهیسې په زندان کې دی.

۷۲ کلن عمران خان، ۲۰۲۲ کال کې پارلمان د بې باورۍ رایې ور کولو سره له واکه لرې کړ او وروسته له لسګونو قضیو سره مخ شو.

ښاغلي خان ته د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې د فساد په یوه بله قضیه کې هم د دریو کلونو بند سزا ورکړل شوې، چې له امله یې هغه څو میاشتې وروسته له عمومي ټاکنو بې برخې شو.

په زندان کې د عمران خان ساتلو له امله د ۲۰۲۴ کال په عمومی ټاکنو کې د نوموړي د ګوند نوماندانو خپلواک ګډون وکړ او د پارلمان ډیری څوکۍ یې هم وګټلې، خو د حکومت جوړولو لپاره د اړین اکثریت کې پاتې راغلل.

عمران خان د ده پرضد ​​ټولې قضیې رد کړې او رویټرز ته یې ویلي؛ د پاکستان پوځ چې په ۱۹۴۷ کال کې له خپلواکۍ راهیسې د خپل تاریخ ډیره برخه په پاکستان واکمني کړې ده او استخباراتي اداره یې هڅه کوي چې دی او سیاسي ګوند یې له منځه یوسي.

خو پوځ چې د اټومي وسلو لرونکي پاکستان ځینې لویې اقتصادي ادارې هم کنټرولوي، په سیاست کې ځان بې طرفه وليب.

عمران خان چې د خپل واک پر مهال د پوځ د جنرالانو له لوري تر نیوکې لاندې راغی، د هغه وخت د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره یې شخړه وشوه، چې د هغه د ګوښه کیدو لامل هم شوه.

عمران خان ویلي دي، که څه هم د پوځ مشري اوس د عاصم منیر په لاس کې ده، خو لا هم نوموړی او ګوند یې په نښه کوي.

د عمران خان د ګوند او د پاکستان د پوځ ترمنځ مخالفتونه هغه مهال ډیر شول، چې د ۲۰۲۳ کال په مۍ کې د خان له نیول کېدو وروسته د نوموړي ملاتړو د پاکستان په څو ښارونو کې د پوځ تاسیسات ویجاړ او لوټ کړل.

تر دغو لاریونونو وروسته د خان د سیاسي ګوند ځینو مشرانو له تحریک انصاف ګوند استعفا ورکړه او ګوند وايي چې لا هم د تحریک انصاف ګوند زرګونه پلویان بندیان دي.

عمران خان چې د کرکټ افسانوي لوبغاړی هم بلل کیږي، په ۱۹۹۲ کال کې یې پاکستان ته د نړیوال جام تر ټولو مهمه بریا ورپه برخه کړې ده.

نوموړي له فساد د پاک او سوکاله ملت لپاره سیاسي مبارزه پیل کړه او په ۲۰۱۸ کال کې یې واک ترلاسه کړ.

عمران خان د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند له جوړولو وروسته له دوو لسیزو مبارزو وروسته واک ته ورسېد.

په ۲۰۱۱ کال کې خان هغه ځوانان را جلب کړل چې د پراخ فساد، د برېښنا د اوږدمهاله کمښت او د زدکړې او بې کارۍ له بحرانونو مایوسه شوي وو.

له نوموړي سره د سیاسي مبارزي په ملاتړ کې له اروپايی هېوادونو پاکستاني کډوال یوځای شول او ان بهرنیو مشهورو کسانو او لوبغاړو یې هم ملتیا وکړه او په ۲۰۱۸ کال کې یې ټاکنې وګټلې.

ځینې څارونکي وايي، چې د ښاغلي خان ترټولو لوی دښمن د هغه خپله وینا او الفاظ و، چې د ملاتړو هیلې یې لوړې کړې.

عمران خان په اکسفورد پوهنتون کې د فلسفې او اقتصاد په برخه کې زدکړې کړې دي.

په کرېکټ کې د نوموړي ډیر شهرت هغه ته د پلې بوای شهرت هم ورکړی و.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران درې ځلې واده کړی دی.

نوموړي لومړی واده په ۱۹۹۵ کال کې د بریتانیايي سوداګر جیمز ګولډسمیت لور جمیما ګولډسمیت سره وکړ. دې جوړې، چې دوه زامن یې درلودل په ۲۰۰۴ کال کې طلاق واخیست.

خان د دوهم ځل لپاره د تلویزیوني خبریالې ریحام نایر خان سره واده وکړ خو په طلاق سره پای ته ورسید.

دریم واده یې د بشرا بي بي سره چې یوه روحاني مشره وه وکړ او اوس دواړه په زندان کې دي.

کله چې خان واک ته ورسېد، د یو داسې فلاحي دولت د جوړولو پلان یې پیل کړ چې د هغه په ​​وینا د اسلامي نړۍ د ۱۴ پیړیو راهیسې یو مثالي نظام به وي.

خو د فساد پر ضد مبارزه چې، ځیني کسان یې له دندو ګوښه او بندیان کړل، خان د ډیرو کسانو له نیوکو سره مخ شو او دا کړنه یې د نوموړي له لوري د سیاسيی مخالفانو د ځپلو په مانا وبلله.

خان د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د لوړ انفلاسیون، د بودیجې مخ په زیاتیدونکي کسر او پراخ فساد له امله د خلکو د نا امیدۍ په منځ کې د لومړي وزیر له څوکۍ لرې شو، چې هغه یې د له منځه وړلو ژمنه کړې وه.

هغه مهال سترې محکمې د پارلمان د منحلولو په اړه د عمران خان پریکړه لغوه کړه او له هغه د واکمن ایتلاف جدا کیدل معنی دا وه چې هغه د باور رایه له لاسه ورکړه.

په دې سره، خان د پاکستان د ټاکل شویو لومړیو وزیرانو په نه ماتیدونکي قطار کې وروستی کس شو چې خپلې بشپړې دورې یې نه دي پوره کړې.