د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۴ کال کې تر ۱۲ لکو افغانان له ایران ستانه شوي
په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ایران د ۱.۲ ميليونو نه زيات ستانه شوي افغانان ثبت کړي، چې ۶۷ سلنه یې په زور له دغه هېواد ایستل شوي دي. دغه سازمان ويلي، چې له دې جملې يې له ۳۲۴ زرو زياتو ستنېدونکو ته بشري مرستې رسولې دي.
د کډوالو نړيوال سازمان د افغانستان څانګې پر اېکس پاڼه په خپلو وروستيو مالوماتو کې لیکلي، د کډوالو نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یونسیار او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې یو ګډ پلاوي په هرات کې له ایران د ستنېدونکو کډوالو له مرکزونو ليدنه کړې.
دغه سازمان لیکلي، چې د يو شمېر افغان کډوالو له وضعیته یې هم ځان خبر کړی.
په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان مشرې مي هاینګ پارک ويلي: «د اروپايي اتحاديې ملاتړ موږ ته توان را کوي، چې له سلګونو زرو راستنېدونکو او په افغانستان کې له زيانمنو ټولنو سره مرسته وکړو.»
د هغې په خبره، په دې مرستو به ټولنيز يوالي او اوږد مهاله حل لارو ته زمینه برابره شي.
په افغانستان کې د طالبانو به واکمنېدو سره په زيات شمېر افغانان پاکستان او ایران ته کډوال شول او ان ځينو هلته سوداګريزې چارې هم پيل کړې.
خو د وروستيو راپورونو له مخي، د تېرو دوو کلونو راپه دې په پاکستان او ایران کې د افغانانو په وړاندي سخت اقدامات شوي او ان د وهلو، نیولو او زنداني کولو ترڅنګ يې کورونه هم تلاشۍ کيږي.
څو ځله د دواړو هېوادونو دغو کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې که قانوني اسناد لکه وېزې او پاسپورتونه ولري، هم نیول کیږي، ځورول کيږي او ویستل کیږي.