ای سي سي به د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې څه پرېکړه وکړي؟

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله چې د نړۍ د کرېکټ د اتو غوره لوبډلو په ډله کې راځي، ای سي سي به یې پروړاندې څه پرېکړه وکړي؟

افغان ملي لوبډله چې په وروستیو کلونو کې ښه ځلېدلې او نړۍوال شهرت یې خپل کړی، د یو شمېر کسانو له پراخو نیوکو او فشارونو سره مخ ده.
نیوکه دا ده، چې د راشد خان په ګډون د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو له طالب چارواکو سره کتلي او خبرې اترې یې کړي.
بله نیوکه بیا دا ده، چې په افغانستان کې د حاکمې ډلې له خوا د ښځو د سپورټ کولو مخه نیول شوې ده.
په ۲۰۲۰ کال کې په کرېکټ بورډ کې ۲۵ ښځینه لوبغاړې وې، خو له یاد شمېر څخه ډېری لوبغاړې یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په اسټرالیا او کاناډا هېوادونو کې په تبعید کې ژوند کوي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا چې تل د افغانستان د کرېکټ د پرمختګونو په اړه خبرې کولې، دغو نیوکو ته غوږ ږدي او یا به د خپلو اصولو له مخې پرېکړه کوي.
که څه هم ای سي سي د مرغومې په ۲۰مه نېټه اعلان وکړ، چې د افغانستان کرېکټ بورډ او لوبغاړو ته به د خپل هېواد د حکومت له خوا د ټاکل شوي قانون د رعایت کولو له امله سزا نه ورکول کیږي او د کرېکټ د ودې په موخه به د افغان کرېکټ بورډ سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو بیا هم داسې اندېښنې شته چې ښایي د یادې ادارې پرېکړه د فشارونو له امله بدله شي.
دغه اندېښنې تر هغه وروسته زیاتې شوې، چې په تازه مورد کې د بشري حقونو د څار بنسټ د کرېکټ له نړۍوالې شورا وغوښتل، چې په نړۍوالو لوبو کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د برخې اخیستو مخنیوی وکړي او د افغانستان د کرېکټ بورډ غړیتوب هم وځنډوي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل، تر هغه وخته چې ښځې د زده کړو او ورزش حق و نه لري، د افغانستان د کرېکټ پر ملي لوبډلې دې بندیزونه وي.
د بریتانیا او سوېلي افریقا د کرېکټ بورډونو د افغانستان د لوبډلې پر وړاندې بندیزونه نه دي منلي او په دې اړه د پرېکړې مسوولیت یې نړۍوالې شورا ته سپارلی دی.
په افغانستان کې د طالبانو له لورې په ښځو او نجونو د سختو بندیزونو له امله د برېتانیا پارلمان ۱۶۰ غړو له بریتانیایي لوبډلې غوښتي وو، چې له افغانستان سره په راورانو چمپينز ټرافي سیالیو کې ونه لوبیږي، خو د بریتانیا کرېکټ بورډ دغه غوښتنه رد کړه.
له دې سره، په لندن کې مېشت افغانان وایي، چې غواړي د مغرضو کړیو ضد او د افغانستان د کرېکټ په ملاتړ اعتراضیه غونډه جوړه کړي.
د دغې غونډې اعتراض لیک به د برېتانیا پارلمان ته هم واستول شوي.
ټاکل شوې، چې دا غونډه د روانې جنوري میاشتې په ۱۹ نېټه د لندن په اجویر سیمه کې ترسره شي.
د یادولو ده، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، حنیف اتمر او فریدالله حمیدي په ګډون ډېرو پخوانیو سیاستوالو او د مدني ټولنې یو شمېر غړو بیا د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ضد کړيو په غبرګون کې ويلي، چې د هېواد ټولو لوبغاړو د سپورټ په ډګر کې د خپلو ویاړونو په ذريعه د افغانستان نوم او ملي بیرغ ځلاند ساتلي دي او له همدې امله باید سپورټ له سیاسته لرې وساتل شي.