د ښځو د ازادۍ غورځنګ: د طالبانو د بې عدالتیو د پایته رسولو لپاره باید اړین ګامونه پورته شي
د افغانستان د ښځو د ازادۍ غورځنګ په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو دوامداره بندیز غندلی او هغه یې د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې یاد کړی دی.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نجونو زدهکړې یو بنسټیز حق دی چې په اسلامي لارښوونو، نړۍوالو منشورونو او د هر هېواد په اساسي قانون کې پېژندل شوی. د دغه حق د محدودولو هر ډول هڅه د دیني اصولو او ټولنیز عدالت خلاف کار دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د نجونو پر زدهکړو د بندیز لپاره د مذهبي لارښوونو کارول د ښځو په وړاندې د دغې ډلې د تبعیضي چلند ښکارندویي کوي.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو دغه کړنې نه یوازې غیراسلامي بلکې د بشري حقونو له اصولو څخه هم سرغړونه ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ښځو او نجونو زدهکړه د پیاوړو، سولهییزو او پرمختللو ټولنو په جوړولو کې مرسته کوي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د نجونو تعلیم په ټولنه کې افراطیت کموي او ملي او نړۍوال پیوستون ته وده ورکوي.
دغه غورځنګ له ټولو هېوادونو، اسلامي سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
دغه غورځنګ وایي، د طالبانو محدودیتونه باید په کلکه وغندل شي او د دغو بې عدالتیو د پای ته رسولو لپاره باید اړین ګامونه پورته شي.
دغه غورځنګ وړاندیز کړی، هغو افغان نجونو ته چې د طالبانو د تګلارو له امله له زدهکړو بې برخې شوې نړۍوال بنسټونه دې هغوی ته تحصیلي بورسونه ورکړي.
دغه غورځنګ دارنګه وایي، د زدهکړو په برخه کې د جنسیتي برابرۍ د یقیني کولو لپاره د قانوني اصلاحاتو پلي کول اړین دي.
دغه غورځنګ د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې لیکلي، چې له ټولو افغانو ښځو او نجونو سره څنګ په څنګ ولاړ دی او ژمنه کوي چې د عدالت، برابرۍ او ازادۍ تر لاسه کولو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.