په لندن کې مېشت افغانان د کرېکټ په ملاتړ غونډه کوي او د برېتانیا پارلمان ته لیک استوي
په لندن کې مېشت افغانان وایي، چې غواړي د مغرضو کړیو ضد او د افغانستان د کرېکټ په ملاتړ اعتراضیه غونډه جوړه کړي. د دغې غونډې اعتراض لیک به د برېتانیا پارلمان ته هم واستول شوي.
ټاکل شوې، چې دا غونډه د روانې جنوري میاشتې په ۱۹ نېټه د لندن په اجویر سیمه کې ترسره شي.
له دې وړاندې د برېتانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو د دغه هېواد کرېکټ لوبډلې نه غوښتنه کړې وه، چې له ښځو سره د طالبانو د چلند په غبرګون کې له افغانستان سره سیالي لغوه کړي.
د برېتانیا کرېکټ بورډ بیا له افغانستان سره په اتلولۍ جام لوبو کې د نه لوبېدو په تړاو غوښتنې رد کړي او ویلي يې دي، چې کرېکټ د ډېرو افغانانو د هیلو سرچینه ده.
په لندن کې د افغانانو د کرېکټ په ملاتړ د غونډې موخه په دې هېواد کې سیاستوالو ته د افغان کرېکټ اړه پوهاوی دی.
یو شمېر معترضین په دې باور دي، چې په دې وروستیو کې ځينو کسانو هڅه پیل کړې، چې د افغان کرېکټ په اړه سیاستوالو ته ناسم پوهای ورکړي.
د برېتانیا د پارلمان غړي لارډ پیټر هین د سویلي افریقا له کرېکټ بورډ نه هم غوښتي وو، چې له افغان کرېکټ لوبډلې سره خپلې سیالۍ لغوه کړي، خو د سویلي افریقا کرېکټ بورډ هم د پارلمان د دغه غړي غوښتنه رد کړې ده.
همدا ډول د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) هم د افغان کرېکټ په ملاتړ ویلي وو، چې د افغانستان کرېکټ بورډ او لوبغاړو ته د دې هېواد د حکومت له خوا د ټاکل شوي قانون د رعایت کولو له امله سزا نه ورکول کېږي، بلکې د کرېکټ د ودې په موخه به د افغان کرېکټ بورډ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.